په نيپال کي ځمکريزد ۸ ميليونه کسان زيانمن کړي او يونيم ميليونه وگړي بيړنيو مرستو ته اړتيا لري
د ملگرو ملتونو ددې څرگندونو ترڅنگ د نيپال دولت هم له زيانمنو سره د مرستي غوښتنه کړې ويلي يي دي: د ځمکريږد له امله د مرگ ژوبلي کچه له دولس زره کسانو اوښتي ده.
په نیپال کې د ویجاړونکې ځمکریږد څخه د څلورو ورځو په تیریدو سره له اړو کسانو سره د مرستې لړۍ چټکه شوې او د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو د الوتکو په وسیله دې هیواد ته مرستې رسولې دي. یوه نیپالي چارواکي ویلي: نږدي ټول امنیتي سرتیریو د ژغورنې او مرستې رسونې په عملیاتو کې ګډون کړی.
د شنبه په ورځ په ځمکریږد کي چې د ریښتر په کچه اوه اعشاریه نهه درجې وه د پلازمینې په ګډون ډيری سیمې کلکې لړځولې دي. ملګري ملتونه وایي: دې ځمکریږد اته میلیونه نیپالیان زیانمن کړي او له دوی ځخه یو نیم میلیونه کسان بیړنیو خوراکي او نور لومړنیو توکو ته اړتیا لري. له دې ځواکمن ځمکریږد وروسته ډيری نورې کوچني ځمکریږدونه هم رامنځ ته شوي دي او د څلورو ورځو په تیریدو سره هم د کتماندو اوسیدونکي خپلو کورنو ته له ورګرځیدو ویږي.
خلک په واټونو پارکونو او ډګرونو کې تر کیږدیو لاندې شپې ورځې تیروي برښنا شتون نلري او خلک د خوړو او څښلو پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي. دوی وایي: ” حکومت حتی له مونږ سره د اوبو مرسته نه ده کړې، نشم کولای تاسو ته ووایم چې نن شپه څومره سخته تیره شوه حتی د څښلو لپاره مو اوبه نه درلودې.”
ملګرو ملتونو د ځینې ناروغیو د رامنځ ته کیدو خبرداری هم ورکړی دی. د نیپال کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي: د مرګ ژوبلې کچه له دولسو زرو اوښتې او کیدای شي دا شمیره نوره هم لوړه شي.
نیپالي چارواکي وایي: په یولیسو سیمو کې نږدې دوه میلیونه کسان زیانمن شوي. نیپال له نړیوالې ټولنې د مرستې سربیره غوښتي ترڅو له اړو کسانو سره له کیږدیو نیولې تر خوړو درملو او نورو توکیو مرسه ورکړي.
له تیرو اتیا کلونو راهیسې دا ځمکریږد په نیپال کې بیسیاری ښودل شوی، چې په هند او چین هیوادونو کې یي هم مرګ ژوبله اړولې ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *