نن د می د میاشتې دویمه نیټه د القاعده شبکې د پخواني مشر او بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن د وژلو له څلورمې کلیزې سره برابره ده.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه د پاکستان مرکز اسلام آباد ته نږدې په ایبټ آباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

خو دا چې اوس د اسامه له موجودیت پرتهدغه ډله په کوم وضیعت کې ده؟

د اسامه بن لادن په وژلو سره ویل کېږي چې د القاعده شبکې هم ها پخوانی زور نه دی پاتې.

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن له نن څخه څلور کاله د مخه د امریکايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د پاکستانپلازمینې اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد ښار کې ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې القاعده د پخوا په شان پیاوړی نه ده؛ خو د دغې شبکې یو شمېر وړې کړۍ لا هم په سیمه کې فعاله دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ په دې اړه وویل:

“کله چې د ګروپ مشرتابه له منځه ځي؛ نو ګروپ هم کمزوری کېږي، القاعده هم د یوې خطرناکې تروریستي شبکې په توګه ماته خوړلې او د پخوا په شان پیاوړې نه ده پاتې؛ خو د دغې شبکې یو شمېر وړې کړۍ له بده مرغه لا هم په سیمه کې فعاله دي.”

دا چې په افغانستان کې دا مهال د القاعده شبکې فعالیت څنګه دی او څومره غړي یې دلته فعاله دي؛ په دې اړه مو د ملي امنیت ریاست نظر وپوښت؛ خو هغوی په دې اړه معلومات رانه کړل.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې نظر دي چې القاعده اوس کمزوري شوې او ملاتړي یې هم د داعش تر شا ولاړ دي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی نادرخان کټوازی وايي:

“زما په نظر باندې القاعده ته اوس هغه پخوانی، زور، قوت او اعتبار نه دی پاتې، د القاده ځای اوس داعش نیولی او د هر چا له خوا چې حمایه کېدو یا یې ملاتړ کېدو د هغوی له خوا اوس داعش حمایه کېږي.”

د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده شبکې تشکیلات په ۱۹۸۸ لمریز کال کې هغه مهال چې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پیره ولاړه وه؛ په ګاونډي هېواد پاکستان کې جوړ شول.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغې شبکې فعالیتونه په افغانستان کې ډېر او تر هغې ورسته یې هم وسله والو فعالیتونو ادمه پیدا کړه.

په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې نیتې حملې د القاعده شبکې تر ټولو مهمه حمله وه چې امریکا یې په ځواب کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه پیل کړه.

د بن لادن له وژل کېدو وروسته اوس د القاعده شبکې مشري؛ د ایمن الظواهري په لاس کې ده.

د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د اسامه تر وژنې د مخه او په راورسته کې هم د دې شبکې په مشرتابه کې یو ډول ځان ځاني او اختلافونه پیدا شول او همدا اختلافونه د دې لامل شول چې په افغانستان کې د دوی یو شمېر مشهور کسان ووژل شي او یو شمېر یې هم عربي هېوادونو ته ولاړ شي.

د سیاسي او امنیتي چارو افغان کارپوه جاوید کوهستاني وايي چې فعلاً د القاعده ډلې ډېری فعالیتونه په عربي هېوادونو کې دي او د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ نه دی:

“دوی خپل ډیری ظرفیتونه او امکانات په شمالي وزیرستان او نورو ځایونو کې له لاسه ورکړل؛ فعلاٌ القاعده د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ نه دی او ګڼ شمېر یې هم له داعش سره یو ځای شوي دي او هڅه کوي چې له دې طریقه د افغانستان په جغرافیه کې خپل فعالیتونه جاري وساتي.”

د کارپوهانو په باور، د داعش رنګ به هم یوه ورځ د القاعده په شان په سیاسي صحنه کې پېکه شي.

خو عام خلک بیا د القاعده په توپیرد داعش فعالیتونو سخت وېرولي او وايي چې په کاره ده؛ د دغه ډلې د ځپلو او له منځه وړلو لپاره پراخ امنیتي پروګرامونه طرحه او په خپل وخت سره پلي شي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *