عبداللهیان: چا ته اجازه نه ورکوو چې د ایران او یمن ګډې ګټې له خطر سره مخ کړي

د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير حسین امير عبداللهيان وايي؛ ايران له يمن سره ګډې امنيتي ګټې لري او نورو سيمه ییزو هيوادونو ته به اجازه ورنه کړي چې دغه ګټې له خطر سره مخامخ کړي.

د ايران خبري اژانس تسنيم د دې چارواکي له خولې نن لیکلي چې نورو هيوادونو ته به چې پوځي اهداف لري؛ اجازه ورنه کړي چې دغه ګډ امنيت په خطر کې واچوي.

د ايران دغه چارواکي په یمن کې د يوې مياشتې راهیسې د سعودي عربستان او نورو عربو هېوادونو پوځي کمپاين ته په اشاره دا خبره کړې ده.

په يمن کې د جګړې پر سر د ايران او سعودي عربستان خپلمنځي اړيکې ترينګلي شوي دي؛ ځکه چې سعودي عربستان د حوثي پر ضد چې ويل کيږي ايران يې ملاتړ کوي؛ هوايي بمبارۍ کوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *