ولسي جرگې حکومتي چارواکي د هيواد په ناامنيو کي په لاس لرلو تورن کړل

د ولسي جرگي يو شمير غريو په هيواد کي د ناامنيو په ديرښت نيوکه کړې ويلي يي دي: د ځوانانو د ويني تويدنې مسئولين، د ملي يوالي حکومت دواړه مشران دي. دوی وايي، هره ورځ په زرگونه بهرني جنگيالي په مساپر وړونکو موتړ کي شمال ته ليږدول کيږي او هلته په وسلو سنباليږي

د نوي کال په پیل سره د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې جګړو ته زور ورکړل شوی او اوس مهال په نهو ولایتونو کې امنیتي سرتیري له وسله والو مخالفینو سره په جګړه بوخت دي. خو اصلي پوښتنه دلته ده چې اصلي تورن کسان څوک دي.

د خلکو استازي وایي: هره ورځ په زرګونه کورني او بهرني جنګیالي د هیواد له سویل او سویل لویدیځ له لوري شمال ته لیږدول کیږي او په هغه ځای کې دوی ته وسلې ورکول کیږي.

د ولسي جرګې غړیو د هیواد له امنیتي مسولینو ستاینه کړې ویلي یي دي: افغان سرتیرو دا په ډاګه کړې که چیرې د پردې تر شا معاملې شتون ونلري، له هیواده دفاع کولای شي.

یو شمیر نورو استازو له امریکا سره د امینتي تړون د لغوه کیدو غوښتنه وکړه، دوی ویلي امریکا خپلې کړې ژمنې نه دي پلې کړې او ددې تړون په لاسلیک سره امینتي حالت نور هم کړکیچن شوی دی

له دې سره ټاکل شوې وه نن ولسي جرګې امنیتي مسولین ددوی پوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه ورغوښتي وی، خو دا پلان د امینتي مسولین د نه راتګ له دوشنبه ورځې ته وغځید. اداري پلاوي ویلي، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له ولسي جرګې سره له همغږۍ پرته امینتي مسولینو ته ویلي چې د ولسي جرګې ننی ناسته لغوه شوه. د ولسي جرګې یو شمیر غړیو په پارلماني چارو کې د دولت وزارت دا کړنه د قانون پر خلاف ښودلې ویلي یي دي: د دوشنبه په ورځ به لومړی په دې هکله د پارلماني چارو له وزیر څخه پوښتنه وشي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *