د يمن په هکله دامنيت شورا ناسته بي پايلې پاي ته ورسيده
د يمن په هکله دامنيت شورا ناسته بي پايلې پاي ته ورسيده
د ملگرو ملتونو امنيت شورا ناسته په یمن کي د اوربند رامنځ ته کيدو په تړاو د روسيي ورانډيز، اړو کسانو ته د مرستي رسونې او د ملگرو ملتونو تر څار لاندي د يمني ډلو ترمنځ د خبرو پيليدو د څر نگوالي په تړاو په لاره اچول شوي وه، خو په دي ناسته کي کومه هوکړه تر لاسه نشوه او د امنيت شورا د روسيي وړانديز رد کړ
د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د روسيي استازي ويتالي چورکین، له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل: روسیې امنیت شورا ته یو وړاندیز وړاندې کړ چې په هغې د جګړې پای ته رسیدو او یا لږ ترلږه اړو کسانو ته د مرستې رسولو غوښتنه شوې وه.
له دې سره په دې وړاندیز کې ویل شوي وو چې باید د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د یمني ډلو ترمنځ خبرې بیا پیل شي خو د شورا غړیو له دې وړاندیز سره هوکړه ونکړه.
د روسیې استازي په دې برخه کې د امنیت شورا په نه هوکړې خواشیني څرګنده کړه وویل: زه دا نشم درکولای چې د امنیت شورا غړي د په یوه عادي وړاندیز هوکړه نشي کړی نو په څه به هوکړې ته سره رسیږي. ده پر یمن د امریکا په ملاتړ د عربستان هوایي بریدونو په هکله وویل، واشنګتن باید ددې بریدونو له امله د انساني پایلو مسولیت احساس کړي.