نړیواله ټولنه باید په یمن د پوځي حملو دبندیدا هڅه وکړي
ایران په یمن دسعودي عربستان د پوځي حملو د دوام دمخنیوي لپاره دنړیوالې ټولنې د هڅې غوښتنه وکړه .
زمونږ خبریال وايي د ایران دخارجه وزارت ویندویې میرمن مرضیه افخم نن وویل یمن دیوې انساني غمیزې په درشل کښې دی او له بده مرغه د تیریګرو هیوادونولخوا دیمن کلابندۍ ددغه هیواد د خلکو د ژوند په اساسي چارو کښې دډیرو سختو محدودیتونو داعمالیدا سبب شوي ده .
هغې ډاګینه کړه دایران اسلامي جمهوریت دیمن دکلابندۍ دختمولو او د انسان دوستانه مرستو د استولو په شمول دیمن په موضوع دغور کولو لپاره له نړیوالو ادارو او مختلفو هیوادونو سره خبرې په جدي ډول تعقیبوي او هیله من دی داغیزشیندونکو عواملو په جدي بندوبست سره دغه کار په چټک ډول ترسره شي او دیمن خلکو ته لومړنۍ مرستې ورسیږي .
دایران دخارجه وزارت ویندویې میرمن مرضیه افخم ډاګینه کړه دیمن کلابندۍ دنه بخښلو وړ اقدام دی او داسې کار دی چې په پریکنده توګه به د عربو ملتونو دتاریخ په خاطرې او حافظې کښې پاتې شي .
دایران دخارجه وزارت ویندویې د پینځه جمع یوې ډلې او ایران د اټومي موافقې دمتن دلیکلو او په دې باره کښې دځينو لویدیځو هیوادونو دچارواکو دڅرګندونو په باره کښې وویل ایران له هرډول زیات غوښتنې سره مخالف دی او دهر ډول زیات غوښتنو په مقابل کښې یې په جدي ډول مقاومت کړي او وبه یې کړي .
هغې وویل دلویدیځو هیوادونو د چارواکو څرګندونې تبلیغاتي دي او دایران دملت دحقوقو داحقاق لپاره به دایران داټومي مرکچي ټیم په ارادې او عزم به هیڅ اغیز ونکړي .
دایران دخارجه وزارت ویندويې په دې خبرې سره چې دخبرو موضوګانې معلومې دي او خبرې دتعقیبیدا په حال کښې دي او د جامعې اټومي موافقې د متن له لیکلو مخکې او تر هغه وخته چې لیکلی متن نهايي نشي هرډول څرګندونې هیڅ ارزښت نلري .