د يمن حوثيانو ډلې د هوايي بريدونو په ځواب کي د عربستان پر يوه پوله ايز ښارگوټي توغندي توغولي چي له امله يي دوه کسان وژل شوي دي

دا بريد د نجران پر ښار تيره ورځ په داسي حال کي تر سره شوي چي د عربستان په پلازمينه کي د خليج همکاريو شورا ناسته پيل او اصلي موضع يي د يمن د حالاتو څيړنه ده

د يمن حوثيانو يا انصارالله ډلې تيره ورځ د عربستان په خاوره کې پوله ایز نجران ښار د توغندیو تر برید لاندی راوستلی. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې په دې برید کې دوه کسان وژل شوي، هوایي دګر او ښونځي تړل شوي دي. په ریپوټونو کې ویل شوي چې د حوثیانو ډلې د یمن له خاورې په دې ښار برید کړی دی.

د عربستان په مشری د ایتلاف ویاند هم د برید پخلی کړی ویلي یي دي، ایتلاف به ددې بریدونو ځواب ورکړي. له دې سره ویل شوي چې حوثیانو یو شمیر عربي سرتیري هم نیولي دي. پر عربستان د حوثیانو برید په داسې حال کې پیل شوی چې په ریاض کې د عربستان، کویټ، عربي متحده اماراتو، بحرین، قطر او عمان هیوادونو ناسته دوام لري. د غونډې په پیل کې د سعودي عربستان پادشاه د کوم هیواد له نوم اخستلو پرته د عربي نړۍ پر وړاندې د ګواښونو په هکله خبرې کړې او له عربي هیوادونو څخه یي ددې ګواښونو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه.

پر یمن د سعودي عربستان له لوري بریدونه له شپږو اونیو راهیسې په داسې حال کې دوام لري، چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې څو ځله په یمن کې د ستونزو او کړکیچ د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړی دی. د بشر حقونو ادارې ویلي: تراوسه په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ سوه شپږڅلویښت کسان وژل شوي دي

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *