په قندز ولايت کي د دولت وسله وال مخالفين د تيښتې په حال کي دي
په قندز ولايت کي د دولت وسله وال مخالفين د تيښتې په حال کي دي
امنيتي مسولينو ويلي: دي ولايت ته مرسته کونکي رسيدلي دي. د ولسمشر وياند هم ويلي، افغان امنيتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه وتلي او اوس د بريدونو په حال کي دي.
د کندز امنيي قومنداني وياند ويلي، په کندز ولايت کي وسله والو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې ده. په دي عملياتو کې شپیتو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ښاغلي حسیني په وینا: په وژل شویو کسانو کې یو شمیر بهرنیان هم لیدل کیږي. د کندز امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړې: په تلوکه او د خان آباد شار شاوخوا دیرشو سیمو څخه وسله والو شاتګ ته اړ کړل شوي دي او دا سیمې اوس د دوی په لاس کې دي.
د ولسمشر ویاند اجمل عابدي هم ويلي: امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او جګړه یي کابو کړي، او افغان امنیتي ځواکونه به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د دو لت وسله والو مخالفینو د عزم په نامه عملیات د روان کال له پیله پیل کړي چې ډيری په شمالي ولایتونو کې تر سره کیږي. وسله والو مخالفینو په کندز، بدخشان، فاریاب او یو شمیر نورو سیمو کې پر له پسې په عملیاتو لاس پورې کړی او ځینې سیمې یي هم نیولې دي. خو ددوی پر وړاندې افغان امنیتي ځواکونو عملیات تر سره او دوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د امینتي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د غزني ناوه ولسوالی له نهو کلونو وروسته له وسله والو پاکه شوې ده.