پر افغانستان د تپل شوې جګړې ځواب جګړه دی
پر افغانستان د تپل شوې جګړې ځواب جګړه دی
ولسمشر غني وايي چې جګړه پر افغانستان تپل شوې ده، افغان ولس او دولت به هيڅ کله ورته سرټيټ نه کړي.
نوموړي،چې نن يې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل چې د ترورېزم نړېوالې شبکې د افغانستان ټول ګاونډيان خپل هدف ګرځوي، نن غواړي چې د افغانستان له خاورې د سيمې ، ټولې نړۍ او اسلامي نړۍ د بې امنيتۍ لپاره ګټه واخلي.
ولسمشر زياته کړه: ((کومه جګړه چې موږ پر لاره اچولې، په حقيقت کې د قانوني نظام لپاره چې نړېوال پرې باور لري او د نړېوالې همکارۍ تابع دى پرمخ ځي،نن تر ټولو ناوړه کړنې د هغو کسانو له لوري ترسه کېږي،چې په هېڅ توګه موږ پورې تړاو نه لري، که سرونه غوڅوي هغوى له افغانستان او افغانانو سره ستونزه نه لري، نو ځکه د يو موټي ملت په توګه موږ اړتيا لرو څو دا ګواښونه دفع کړو.))
اشرف غني په تېرو لسوو ورځو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندونکو اقداماتو په بيانولو سره وويل،چې دې کسانو د خپلو وينو په بيه دا هېواد ساتلى او داسې کسان شته ،چې له سياسي اړخه له ډيموکراتيک نظام سره اختلاف لري، خو دا اختلافات په جګړه بدل شوي دي.
هغه زياته کړه،چې جګړه د حل لار نه ده، يواځې د منجسم او مدبرانه سياست پرمټ ټول افغانان ددې خاورې په غېږ کې راغونډېداى شي، خو بهرنيو ته بايد بهرنۍ حل لاره وموندل شي، په سيمه کې بايد د همکاريو يوامنيتي او اقتصادي پيمان را منځ ته شي، ځکه دا خطرونه په يو هېواد کې کابو کېداى نه شي.
ولسمشر وويل: (( جګړه پر افغانستان تپل شوې ده ، افغان ولس او دولت هوډ لري څو هېڅ کله جګړې ته سر ټيټ نه کړي، موږ تپل شوي جنګ ته په جګړې ځواب ورکوو، له دې پرته چې د سولې سپېڅلې هيله هېره کړو.))
هغه هيله وښوده،چې د سولې بهير به پرمختګونه له ځانه سره ولري، چې دا پرمختګونه به د ټولې سيمې او ګاونډيانو لپاره چې د تروريزم له ګواښ سره مخ دي ګټور تمام شي، دا ګواښونه پاسپورټ ته اړتيا نه لري او په اسانه نورو هېوادونو ته رسېدلى شي، ددې ګواښونو له منځ وړل، مختلفو ليدلورو او نظرونو ته اړتيا لري.
اشرف غني زياته کړه،چې حکومت هڅه کوي څو افغانستان په يو سوداګريز دهلېز په سيمه کې بدل شي، افغانستان د نيابتي جګړې ډګر نه دى او په نړۍ کې هېڅ هېواد نه شي کولى ، څو دا هېواد د خپلې نيابتي جګړې په ډګر بدل کړي.
نوموړي وويل،چې ځينې مختلف عناصر يوځاى شوي ، څو تپل شوې جګړه را منځ ته کړي، چې له دې عناصرو نه يو هم نړيوال جرمي اقتصاد دى.
ولسمشر زياته کړه: (( جرمي اقتصاد ، د نړيوالۍ تروريستي انتقال او حرکت لپاره بستر را منځ ته کړى ، هېرويين چې په افغانستان کې تولېد کېږي، ستره ګټه يې نړيوالو قاچاق کوونکو ته رسېږي.))
خو نوموړي زياته کړه، د هغې تازه سروې له مخې ،چې تېره ورځ خپره شوه، ٥ سلنه ځوانان په ښارونو او ١٣ سلنه ځوانان په کليو کې په نشه يي توکوو روږدي شوي . هغه ورځې چې دا اند موجود و،چې اعتياد د نورو لپاره دى او په خپله به له دې ستونزې نه ګوښه وي، هغه وخت تېر شوى ، ځکه روږدى ځوان د ناامنۍ په سرتېري بدلېداى شي.
دا په داسې حال کې ده،چې د چارو کارپوهان وايي: ((جرمي اقتصاد)) په افغانستان کې د ناامنۍ له سترو لاملونو څخه ګڼل کېږي او د هېواد په اقتصادي او سياسي وضعيت يې ناوړه اغېز شيندلى دى.
د هغه په وينا، جرمي اقتصاد له ټولو ناقانونه لارو نه د عوايدو ترلاسه کول دي،چې د نړۍ په کچه ((١٠٢)) ډوله شتون لري.
کارپوهان وايي،چې د نشه يي توکو ،کښت، قاچاق، پېر او پلور ، د ځمکې غصب او مالي فساد ،چې د شخصي ګټو لپاره د قوانيونو تر پښوو لاندې کول دي، په افغانستان کې ددې ډول اقتصاد ،له سترو مواردو څخه ګڼل کېږي.
همدارازد هغوى له ډلې ځينې په هېواد کې د مالي فساد په اړه وايي،چې په تېرو ١٤کلنو کې ١١٠ ميليارده ډالره په افغانستان کې بې ځايه لګول شوي دي.