باجوړ کې بمي چاودنې شپږ تنه وژلي
باجوړ کې بمي چاودنې شپږ تنه وژلي
د پاکستان د سي ۴۲ خبري چینل د خبر له مخي دغه چاودنه نن سحار د ملک محمد جان په مو ټر کې شوي.
ويل کيږي په موټر کې د نوموړی په ګډون شپږ تنه سپاره و چې ټول وژل شوی دي.
نوموړی له خار سيمې ماموند ته پر لاره و چې په موټر يي ماين چاوديدلی دی.
هیره دې نه وي چې پر نوموړي د شوي بريد پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.