دولتي ادارې اوخصوصي شرکتونه، د برښنا شرکت 900.000.000 افغانی پوروړي دي
دولتي ادارې اوخصوصي شرکتونه، د برښنا شرکت ۹۰۰.۰۰۰.۰۰۰ افغانی پوروړي دي
د برښنا شرکت نن اعلان وکړ، چي دولتي ادارو او خصوصي املاکو ۹۰۰ ميليونه افغانۍ د برښنا لگښت نه دی ورکړی
ددي رياست د سوداگرښ څانگې ريس ويلي، ټولو پوروړو ته يي لس ورځې وخت ورکړی ترڅو خپل حساب پاک کړي او له دي نټې وروسته به له دوی سره قانوني چلند وشي
د دې شرکت پوروړي په دوه ډوله دي، لومړی ډله دولتي ادارې او دوهمه ډله خصوصي ځانګې دي. د برښنا شرکت سوداګری څانګې ریس نن وویل، دا ادارې د برښنا شرکت اوه سوه درې اتیا میلیونه یو سل اوه شپیته زره اته سوه اوه نوی افغانی پوروړي دي
هغه دولتي ادارې چې د برښنا لګښت یي نه دي ورکړی په لاندې ډول دي.
۱- د ورغتیا وزارت ۹۵،۳۸۶،۹۹۷
۲- د لوړو زدکړو وزارت ۱۳۴،۶۱۰،۹۲۰
۳- د غازو او نفتو وزارت ۳،۹۳۳،۸۴۰
۴- د هوټلونو د تصدی ریاست ۲۰،۶۳۵،۶۲۷
۵- د ملی بس تصدی رياست ۱۳،۶۹۵،۱۱۴
۶- د کورنیو چارو وزارت ۱۲۸،۹۸۵،۸۳۱
۷- د پوهنې وزارت ۴۵،۷۰۷،۲۰۷
۸- د ترافیکو ریاست ۴،۷۲۳،۵۸۳
۹- د ملکی هوایي چلند اداره ۳۵،۹۴۶،۲۸۳
۱۰- د مخابراتو وزارت ۶۶،۱۰۹،۹۴۹
۱۱- د اطلاعاتو او کلتور وزارت ۱۲،۹۵۲،۱۷۴
۱۲- د محابسو او بندخونو رياست ۱۴۶،۹۳۱،۷۴۰
۱۳- د بنایي ریاست ۱۳،۸۲۳،۶۴۶
۱۴- د کانونو وزارت ۲،۳۹۹،۰۱۰
۱۵- د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۲۴،۸۶۱،۳۹۲
۱۶- د کډوالو وزارت ۱۰،۸۱۸،۷۱۱
۱۷- د ماشومانو موسسه ۱۸،۸۲۱،۶۶۹
۱۸- د سرحدنو او قبایلو وزارت ۲،۸۲۴،۲۰۴
د برښنا شرکت سوداګری څآنګې ریس ویلي، شخصي پورونه هم له سلو میلوینو افغانی ډير دي.
دوی ویلي ټولو پوروړو ته لس ورځې وخت ورکړل شوی ترڅو خپل حسابونه پاک کړي که نو له دې نیټې وروسته به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي او دا چلند به د لویې څارنوالی په ملتیا وي. لویې څارنوالی هم ویلي: د برښنا له شرکت سره په دې برخه کې مرسته کوي.
د لویي څارنوالی ویاند ویلي: که چیرې تر ټاکلې نیټې پورونه ورنکړل شي لومړی به د پوروړو ادارو برښنا بنده شي او له دې وروسته به دوی د خپلو پورونو ورکولو ته اړ کړل شي.