کندهار کې د ماين چاودنه کې پنځه ملکي کسان وژل شوي دي
په کندهار ولايت کې د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
د کندهار دوالي وياند صميم خپلواک نن وويل چې نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې د ملکي وګړو يو موټر د ارغستان او معروف ولسواليو ترمنځ د وان او تورې په سيمه کې پر يوه ځاى پرځاى شوي ماين ور برابر شو.
ده وويل چې د يادې چاودنې له امله ٥ ملګي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې يوه مېرمن، يو ماشوم او يو سپين ږيرى شامل دي.
د خپلواک په وينا، ياد شوى ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
د معروف ولسوال توريالي وويل چې د يادې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدل شوي ، خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي