په نيپال کې امریکایي الوتکه نا درکه شوې ده

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګان څخه په خپاره شوي خبر کې راغلي چې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه «یو ایچ ۱ وای» ډوله هلیکوپتر الوتکه نیپال کې نادرکه شوې ده.

دغه خبرکې راغلي چې الوتکه تیره ورځ هغه وخت نا درکه شوې چې په سیمه کې یې د پرونۍ زلزلې له قربانیانو سره مرسته کوله ویل کیږي په الوتکه کې دامریکي د سمندري پلي ځواکونو د شپږوعسکرو په شمول اته تنه کسان سپاره وو.

د پنټاګان ویاند سټیفن وارن له خبرې رسنیو سره د خبرو پر وخت وویل چې الوتکه د شاریکوټ په سیمه کې هغه وخت نا درکه شوه چې یوه ډله زلزلې ځپلي خلک یې کښته کړي او ساحې ته د نورو ژوبل کسانو د رالیږدونې په نیت روانه شوې وه.

سټیفن زیاته کړه د الوتکې له مرکز سره اړیکه شلېدلې ده، ګمان کیږي چېرې به یې بیړنۍ ناسته کړې وې او لویدلي به نه وي.

پنټاګان وایی چي دامریکي دسمندري ځواکونو دری سوه ۳۰۰ عسکر په نیپال کي دنيپال له حکومت سره یوځاي له زلزله ځپلو کورنیو سره په مرسته بوخت دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *