iد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي آسیا د زړه د هیوادونو به د روان کال په وروستیو کې په اسلام آباد کې جوړ شيiد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي آسیا د زړه د هیوادونو به د روان کال په وروستیو کې په اسلام آباد کې جوړ شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د آسیا د زړه د هیوادونو د پنځمې غونډې د جوړیدو لپاره د چمتوالي په لړ کې ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې یوه مقدماتي غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې غونډه کې به د روان کال په وروستیو کې په اسلام آباد کې د آسیا د زړه د هیوادونو غونډې لپاره مقدمات برابر شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وایي د افغانستان له اړخه به د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی ددغې غونډې مشري وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د استانبول د کنفرانس په وخت چې تیرکال د اکتوبر په میاشت کې په چین کې جوړ شوی وو، پاکستان د ۲۰۱۵ کال د غونډې کوربه توب منلی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په اسلام آباد کې د دوشنبې د ورځې د غونډې مشري به د اففانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سکرټر اعزاز احمد چودري په غاړه ولري.

په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په سبانۍ غونډه کې به د آسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس د دولسو غړو هیوادونو د استازو سربیره د دغه بهیر شپاړس ملاتړکوونکو هیوادونو استازي او هم د دولسو سمیه ایزو او نړیوالو ټولنو استازي برخه واخلي.

په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي حکومت د افغانستان د حالاتو په باب په سیمه ایزه کچه د تفاهم د زیاتیدو لپاره د آسیا د زړه د هیوادونو یا د استانبول بهیر پیل کړ چې تراوسه ددغه بهیر د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه څلور غونډې جوړې شوي دي.

ددغه کنفرانس وروستۍ غونډه تیرکال د جولاې په میاشت کې په چین کې جوړه شوې وه چې د نورو سربیره جمهوررئیس محمد اشرف غني هم په کې ګډون کړی وو.

تراوسه ددغه بهیر د پنځمې غونډې د جوړیدولو لپاره دقیقه نیټه نه ده ټاکل شوې خو د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونه دا ګڼي چې دا غونډه به د اکتوبر او یا هم د نوامبر په میاشت کې جوړه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په اسلام آباد کې د دوشنبې د ورځې غونډه کې به د بهرنیو چارو د وزیرانو پنځمې غونډې ته اعلامیه هم ترتیب شي.

د کنفرانس د پایلو په هکله شک

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان که څه هم د بیلابیلو هیوادونو ترمنځ د ناستو جوړیدل بې ګټې نه بولي خو د آسیا د زړه د هیوادونو تیرو غونډو ته په کتنې په اسلام آباد کې جوړیدونکې غونډې ته ډیر هیله من هم نه دي.

د افغانستان اود پاکستان د سیاسي چارو یو کارپوه احمد سعیدي وايي تر هغې چې د هندوستان او پاکستان او د ایران او امریکا ترمنځ لانجو ته د حل لاره نه وي موندل شوي د آسیا د زړه د هیوادونو کنفرانس د افغانستان ستونزو د هوارولو په برخه کې ډیر څه نه شي کولی.

ښاغلي سعیدي وویل “د هندوستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د آسیا د زړه د مدیریت لپاره چې ترکیه کومه جاطلبي لري اود ایران او پاکستان ترمنځ چې ګواښونه شته زه باور نه لرم چې ټول ارزښتونه او ټول معیارونه په چټکۍ نتیجه ورکړي “.

ښاغلي سعیدي وویل که نه د ټاپي او کاسا اقتصادي پروژې ډیرې ګټورې پروژې دي چې په پلي کیدو یې سیمه وده کولی شي.

خو د سیاسي چارو دا کارپوه وایي چې امنیت ددغو پروژو په وړاندې یو ګواښ دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *