په يمن کي 96 کسان وژل شوي او له 270 ډير نور ټپيان دي
په يمن کي د عربستان په هوايي بريدونو کي ۹۶ کسان وژل شوي او له ۲۷۰ ډير نور ټپيان دي
دا بريدونه د يمن په صنعا، حجه، طعز، ذمار، حديده او صعده کي تر سره شوي دي
له یمن څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف جنګي الوتکو د صنعا پر یوه پوځي مرکز په برید کې ۴۵ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډير نور ټپیان دي.
د ریپوټونو له مخې په دې سیمه کې ډيری وسلې او مهماتو شتون درلود او له برید وروسته پکې پر له پسې چاودنې رامنځ ته شوې دي.
له عربستان سره ګډې پولې ته نږدې د «بکيل المير» په سیمه کې هم بریدونو نهه ډير کسان وژلي او اتلس یي ټپیان کړي دي. همدارنګه د الحدیدې په ولایت د طب پر پوهنتون په برید کې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خپلواکۍ کور په نامه موسسې په خپل وروستي ریپوټ کې، په دې هیواد کې د انساني کړکیچ په هکله اندیښنه ښودلې ده. په یمن کې د هوایي بریدونو او وسله والو نښتو له امله تر اوسه له ۴۰۲۱ ډير کسان وژل شوي او د ټپیان شمیره له ۷۰۰۰ اوښتې ده. د ریپوټونو له مخې په وژل شویو کې ۵۷۶ ماشومان او ۲۶۱ میرمني شتون لري. ددې ریپوټ پر بنست په دې بریدونو کې له اوه زره پنځه سوه ډیر کورونه ویجاړ شوي او دوه سوه زره کورنۍ له ویرې د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي.