د عراق لومړي وزير په پاريس کي خبريالانو ته وويل: له عراق سره د مرستي په هکله ډيرې خبري کيږي خو شوې مرستي ډيرې لږي دي.

د عراق لومړي وزیر د داعش پر ضد په رامنځ ته شوې خبرې ناسته کې، په عراق کې د داعش د مخینوي لپآره د ډيرو مرستو تر لاسه کولو غوښتنه وکړه وویل: له دې سره چې له عراق سره د ډيرو مرستو په هکله خبرې کیږي، خو شوې مرستې ډيرې لږې دي. عبادي ویلي: پر ایران، روسیې او اوکراین بندیزونه ددې لامل شوي ترڅو بغداد ونشي کولای له دې هیوادونو وسله وپیري. د عبادي په وینا، عراقي ځواکونه تر ډيره د وسلو او نور پوځي وسایلو له کمښت سره مخ دي او ددوی په ملاتړ هوایي بریدونه هم نیمګړي دي. د عراق لومړی وزیر د داعش وسله والې ډلې پر ضد د ایتلاف غړیو هیوادونو په ناسته کې د ګډون په موخه پاریس ته تللی، دا ناسته په داسې حال کې تر سره شوې چې په دې وروستیو کې په عراق او سوریه کې داعش پرمختګ کړی دی.

له دې سره په بغداد کط د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو همغږي کونکي ویلي، له عراقي کډوالو سره د مرستې کچه تر نیمایي ټیټه شوې خو د کډوالو شمیره مخ په لوړیدو ده او یواځې په دې وروستیو کې اونیو کې له رمادي ښآر څخه په لسګونه زره کسان کډوالی ته اړ شوي دي. بله خوا د عراق پوځي سرچینو ویلي: دوی د رمادي ښآر د بیرته نیولو لپاره د چمتوالي په حال کې دي او ډير ژر به خپل بریدونه پیل کړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *