د ترکیې په پارلماني ټاکنو کې حاکم ګوند ۴۲ سلنه رایې ګټلې
د ترکیې په پارلماني ټاکنو کې حاکم ګوند ۴۲ سلنه رایې ګټلې
په ترکيه کې د پارلماني ټاکنو د رايو شمېرنې پروسه پای ته رسېدلې ده او د ټاکنو غير رسمي پايلې اعلان شوې دي.
په دغو غير رسمي پايلو کې ښودل شوې ده چې د رجب طيب اردغان په مشرۍ واکمن ګوند نږدې ۴۲ سلنه رايې وړې دي.
د جمهوريت د خلکو ګوند چې د واکمن ګوند کلک مخالفت کوي او د لادينۍ مهمه مرجه شمېرل کېږي، ۲۵ سلنه رايې اخستې دي.
همدا راز د ملي غورځنګ ګوند ۱۶ او د خلکو ډيموکرات ګوند ۱۲ سلنه رايې خپلې کړې دي.
په دغو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۸۵ سلنه ښودل شوې ده.
که پورتنۍ شمېرنې سمې وخېږي نو واکمن ګوند به د پارلمان له ۵۵۰ څوکيو څخه ۲۵۸، د جمهوريت د خلکو ګوند ۱۳۲، د ملي غورځنګ ګوند ۸۱ او د خلکو ډيموکراټيک ګوند به ۷۹ څوکۍ خپلې کړي.
ياده دې وي چې دغه شمېرنې يوازې په غير رسمي توګه اعلان شوې دي او شونې ده وروسته په کې زياتی کمی رامنځته شي.