د يمن تښتيدلي ولسمشر د جينو په ناسته کي د گډون اعلان کړی ويلي يي دي، چي د حوثيانو له استازي سره به خبري ونکړي. دا ناسته د ملگرو ملتونو په منځگريتوب په سويس کي په لاره اچول کيږي. له دي سره حوثيانو هم په د غونډه کي گډون ته چمتوالي ښودلی دی

منصور هادي ویلي د جینو په ناسته کې به د سیاسي لیږد په هکله خبرې ونشي او په ډې غونډه کې به یواځې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۲۱۶ پریکړه لیک د پلي کیدو په هکله خبرې وشي ده ویلي د حوثیانو له استازو سره خبرې نکوي

په دې پریکړه لیک کې له هغه سیمو د حوثیانو د شاتګ غوښتنه شوې کوم چې په دې وروستیو کې دوی نیولي او په دې تړواو یوه بله ناسته چې ټاکل شوې وه په جینو کې تر سره شوې وی ځنډول شوې ده. مخکې له دې د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون په یمن کې له ټولو ښکیلو خواوو غوښتي ترڅو په دې ناسته کې په ا خلاص او د کوم شرط له وړاندې کولو پرته ګډون وکړي.

د منصور هادي د حکومت لومړي وزیر خالد بحاح د خپلو مخالفینو له استازو سره هر ډول لیدنه او خبرې رد کړې دي. ده ویلي: ” مونز د امنیت شورا د ۲۲۱۶ پریکړه لیک د پلي کیدو او حکومت د بیرته ګرځولو په هکله د خبرو په موخه د جینو په ناسته کې ګډون کوو نه د خبرو لپاره زمونږ اصلي موخه هم همدا ده.”

خو د حوثیانو مشرانو په جینو ناسته کې د ګډون لپاره چمتوالی نیولی دی. د یمن انقلابي شورا ریس محمد علی الحوثي ویلي: دوی د خلکو ستونزو د هواری او په یمن کې د کړکیچ پای ته رسیدو لپاره د جینو په ناسته کې ګډون کوي. دوی ویلي د پخلاینې خبرې په یمن او نه هم په بهر کې ردوي خو دا نه منو چې بهرنیان زمونږ په هکله پریکړه وکړي محمد علي حوثي ویلي له دې سره چې دا غورځنګ د ملګرو ملتونو له پریکړې خوښ نه دی خو په یمن کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅه کوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *