په يمن کي حوثيانو او دوي ملگرو له عربستان سره گډې پولي ته نږدي يو مرکز نيولی دی. حوثيانو په داسي حال کي پرمختگ کړی چي سبا ته د يمن په هکله په جينو کي غونډه پيليږي. له دي سره ددي هيواد په څينو سيمو عربي جنگي الوتکو هم بريدونه کړي دي

د يمن په هکله او ملگرو ملتونو تر څار لاندي د جينيو نا ستي ته يواخې يوه ورځ پاتي ده او حوثيانو له خپلو ملگرو سره د الجوف ولايت مرکز چي له عربستان سره گدي پولي ته پروت دي نن نيولي دي. د رارسيدلو ريپوټونو له مخي، د حوثیانو او د دوی ملګرو د منصور هادي له پلویانو سره له سختې نښټې وروسته نن حازم ښار نیولی دی او د عربستان په مشری هوایي جنګي الوتکو ددې ښآر ډيری سیمې تر هوایي بریدونو لاندې راوستلې دي. راتلونکې ورځ له ډې سره چې د یمن د ستونزې هواری په هکله ناسته په لاره اچول کیږي خو بریدونه د تیر په څیر په خپل ځای پاتي دي.

د حوثیانو په ګډون یمني ډلو ویلي په دې ناسته کې د جګړې پای ته رسیدو په موخه ګډون کوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *