سیمې ته نور ځواکونو رسیدلې محاصره شوي سرتېري وژغوري ولسوالي هم له طالبانو بېرته ونیسي.سیمې ته نور ځواکونو رسیدلې محاصره شوي سرتېري وژغوري ولسوالي هم له طالبانو بېرته ونیسي.

وسله والو طالبانو د کندز د چاردرې ولسوالۍ د سقوط پر مهال ۷۰ امنیتي ځواکونه هم محاصره کړي دي.

د افغاستان د پوځ د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد وایې چې د چاردرې په ولسوالۍ کې ۷۰ افغان سرتیري د مخالفینو په محاصره کې دي او د هغوی د خوشې کولو هڅه کوي.

ده وویل” یو شمیر عسکر چې د مخالفینو په قید کې راغلي له هغوي سره اړیکې قطع شوي دي او هڅه کوو چې څنګه يې له محاصرې خلاص کړو.”

د شبنې په ماښام له روژه ماتي سره سم د چاردرې ولسوالۍ پر انګړ د طالبانو وسله والې ډلې ورننوتې، د لارې په اوږدو کې امنیتي پوستو د ځواکونو د بشپړ وتلو په موخه پر مخالفینو ډزې کولې، خو ولسوالي له سقوط نه بچه نشوه کړې.

د کندوز د امنیې قوماندان عبدالصبور نصرتي وایي چې په دغې جګړه کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې په جګړه کې درې افغان سرتیري هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

بیګاه ټوله شپه امنیتي قواو له طالبانو سره په جګړه کې تیره کړه، د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړې کرښه د چاردرې سیند پر غاړو جوړه شوه.

د یکشنبې تر ماسپښین پورې د ملي اردو هغه سرتیري چې تېره شپه یې په جګړه کې ویښه تیره کړې، د قیرسړک تر څنګ د ونو سیوري ته او ځینې يې په خپلو زغروالو موټرو کې ویده وو، د قیر سړک پر سر د مرمیو له پوچکونو معلومېده چې تیره شپه څومره مرمۍ ویشتل شوي دي.

طالبانو د شنبې په ورځ له روژه ماتې وروسته د کندز د چاردرې ولسوالي ونیوله.طالبانو د شنبې په ورځ له روژه ماتې وروسته د کندز د چاردرې ولسوالي ونیوله.

د پله په سیمه کې د ملي اردو سرتیري دې ته اماده دي چې پر مخالفینو حمله وکړي، د دفاع وزرات د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد وایې چې دوي به هڅه وکړي چې د چاردرې ولسوالي بیرته ونیسي” مخالفینو د چاردرې ولسوالۍ نیولې خو مونږ چې اوس د چاردرې ولسوالۍ د پله په سیمه کې ولاړ یو تر ټولو جنګي عسکر راغلي او د ولسوالۍ د بیرته نیولو هڅه کوي.”

مراد علي مراد وایې چې مخالفین یې هڅه کوي چې په چاردره کې خارجي اتباعو ته ځای پیدا کړي او د هغوي د اوسیدو زمینه برابر کړي “د چاردرې ولسوالۍ د بیرته زر نیولو لپاره عجله نه لرو، چې نن دغه ولسوالۍ بیرته ونیسو، مونږ کوشش کوو چې خلکو ته زیان وانه وړي او د خلکو د کار وخت دی نو په قرار سره به د ولسوالۍ د نیولو هڅه کوو.”

یو افغان سرتیری چې له محاصره شویو سرتیرو سره یې د ټلیفون پر کرښه خبرې کولې ډاډ يې ورکاوه چې دوی بېرته عملیات کوي او د خلاصون لپاره یې زیاته قوه راغلی ده، دغه افغان سرتیري محاصره شویو سرتیرو ته ډاډ ورکاوه چې د خپلو نورو ملګرو حوصلې هم لوړې وساتي.

له سیمې څخه یو شمیر نارینه او ښځې په سوځوونکي لمر کې د ښار پر لور روانې وې.

په کندوز کې د لومړي ځل لپاره یوه ولسوالي سقوط کوي، خو له چاردرې پرته یو شمیر نورې ولسوالۍ هم شته چې یوازې د مرکز انګړونه يې له دولتي قواو سره دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *