په افغانستان کي له اوو زرو ډير بهرني جنگيالي په جگړه بوخت دي
په افغانستان کي له اوو زرو ډير بهرني جنگيالي په جگړه بوخت دي
په ملگرو ملتونو کي د افغانستان دايمي استازي له دي سره ويلي، د ترهرگرو پر وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا کچه د تير په پرتله ډيره لوړه شوې ده
دا لومړی ځل دی چې یو لوړ پوړی دیپلوماتیکي چارواکی په هیواد کې د بهرنیو جنګیالیو د شمیرې په هکله مالومات ورکوي. خو ددې شمیرې اعلان د اټکل له مخې دی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي ښاغلي ظاهر طنین ددې سازمان په یوه خبرې ناسته کې کړی دی.
دوی ویلي، اوس مهال په افغانستان کې له اوو زرو ډیر بهرني جنګیالي چې چچینی، اوزبیک، تاجک او پآکستانیان دي په جګړه بوخت دي.
ښاغلي طنین ویلي دا وسله وال نه یواځې چې ځانمرګي او ډله ایز بریدونه کوي بلکې په برمتې او سړې تښتونې هم لاس پورې کوي. د ښاغلي طنین په وینا: دا وسله وال هڅه کوي ترځو د افغانستان یو شمیر ولسوالیو او ولایتونو په نیولو سره د خپل فعالیت لمن د مرکزي او سویلي آسیا په لور پراخه کړي.
د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو استازي نیکولاس هیسم هم ویلي د داعش وسله واله ډله غواړي په افغانستان کې خپلې جرړې ټینګې کړي دوی ویلي له دې ډلې سره مبارزه سیمه ایزو همکاریو ته اړتیا لري.
همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې استازي د ترهګری پر وړاندې د افغان امنیتی خواکونو ورتیا ته په نغوتې سره وویل: دا لومړی ځل دی چې افغان امینتي ځواکونو د دفاع موضع پر ځای دبرید موضع خپله کړې او په دې برخه کې یې ډيرې لاسته راوړنې هم درلودلې دي دوی ویلي افغان امنیتی ځواکونو د هیواد او هیوادوالو د ساتنې لپاره خپله وړتیا او ظرفیت په ډاګه کړی او دوی کولای شي په هیواد کې د ترهګری او ګډ وډی مخنیوی وکړي.