له جاسوسي کړیو سره په سوریه کې د تونسي فعالو جنګیالیو اړیکې
د المیادین په ریپوټ کې، د تونسي چاروکار پوه “مازن الشریف” په سوریه کې ترهګریزو کړونو ته په کتو سره چې شمیره یي زرګونه کسانو ته رسیږي او په تخصصیو څانګو کې بوخت دي په نغوتې سره ویلي: “په سوریه کې د تونسي هغه ترهرګرو شمیره پنځو زرو کسانو ته رسیږي کوم چې په دې هیواد کې فعالیت کوي او له دوی څخه ۱۵۰۰ تنه یي وژل شوي دي.
ددې ترهګرو په منځ کې په لسګونه داسې مشران شته چې بهرنیو استخباراتي کړیو سره اړیکې لري او په تونس کې په لوړه کچه پانګه. په همدي توګه، د تونس الشعبیه الجبهې ایتلاف لوی مشر په دې آند دی، ډيری هغه کسان چې په تونس کې ترهګریز بریدونه تر سره کوي هغه کسان دي، چې له سوریې را ګرځیدلې، د سوریې په جګړه کې یي ونډه اخستې او په دې هیواد کې یي روزنه لیدلې ده.
د ویلو وړ ده چې د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د (عقبه ابن نافع) ترهګریزه ډله چې په دې وروستیو کې له داعش سره یوځای شوې، د تونس پارلمان ته څیرمه په برید کې سیلانیان برمته کړي او ۲۰ تنه بهرني سیلانیان یي وژلي دي.