د کورنيو چارو، ملي دفاع وزارتخونو او د ملي امنيت رياست ویاندویانو ګډه خبرې ناسته
د کورنيو چارو، ملي دفاع وزارتخونو او د ملي امنيت رياست ویاندویانو په يوه گډه خبري ناسته د تيري اوني عمليات گټور ښودلي ويلي يي دي: دوي دا ډول نور عمليات هم په پام کي لري. دوي ويلي له دي وروسته به هره ورځ دا شان ناسته ولري او هيوادوال به له حالاتو خبروي
د کورنیو چارو، ملي دفاع وزارت خونو، د ملي امنیت ریاست ویاندویانو او د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال نن په یوه ګده خبرې ناسته کې د هیواد له امینتي حالاتو خبر ورکړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي:د تیرې اونۍ په عملیاتو کې چې ددوی په وینا په تیره اونۍ کې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې تر سره شوي، د ډيریو بهرنیانو په ګدون یوسل پنځه ویشت وسله وال وژل شوي او شپته نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند مرستیال دولت وزیري ویلي په تیره اونۍ کې په هلمند، بدخشان، ارزگان، فراه، قندز غزني و قندهار ولایتونو کې د عملیاتو په لړ کې وسله والو ته درانه زیانونه اوښتي او ددوی د پلان له مخې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به وسله والو مخالفینو ته درنه زیانونه واړوي.
صدیق صدیقي د خپلو خبرو په لړ کې ویلي: ډیری هغه ولسوالی چې د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلې وي له دوی څخه پاکې شوې او ددې ولسوالیو بیرته نیول په دې معنی دي چې هیځ یوه ولسوالی به د وسله والو مخالفینو په واک کې تر اوږدې مودې پاتې نشي.