بانکي مون د یمن عدن ښار برید غندلی دی

ملګرو ملتونو لوی منشي د یمن په عدن شار کې دډې بنسټ په پرمختیایي ادارې د عربستان په مشری د ایتلاف برید غندلی ویلي یي دي: د نړیوالو قوانینو پر بنست پر ملکي کسانو، ودانیو او د ملګرو ملتونو پر بنستونو بریدونه له قوانینو سرغرونه ده او باید تر برید لاندی رانه وستل شي.

د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون ددې برید په هکله د ډیرو مالوماتو ورکولو غوښتنه کړې او ټینګار یي کړی چې د ملګرو ملتونو کارکونکی باید له بریده په امن کې وي. ده یوځل بیا په یمن کې له ښکیلو خواوو غوښتي ترڅو د خبرو میز ته سره کښیني او ددې هیواد ستونزې ته د پای ټکی کیږدي.

په همدي توګه د حوثیانو غورځنګ ویلي د عربستان د هوایي بریدونو په غبرګون یي ددې هیواد یوه ښار په لور سکاد توغندی توغولی دی

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *