دالنصرې جبهې ۲۵ وسله وال په یوه چاودنه کې ووژل شول

د سوریې ادلیب ولایت په اریحال ښاریوه جومات کې د النصرې جبهې چې له القاعدې سره اړیکې لري۲۵ غړي وژل شوي دي. له بیروته د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، د سوریې بشر حقونو څانګې مدیر( رامي عبدالله) ددې خبر په اعلان سره ویلي: د النصرې جبهې پنځه ویشت غړي چې له القاعدې سره اړیکې لري پّ یوه جمات کې د روژه ماتې پر مهال وژل شوي دي. تر اوسه ددې چاودنې د ر امنځ ته کیدو لامل نه دی روښانه.

عبدالرحمن ویلي، چاودنه ډیره زوروره وه، دې او د ټپیانو روغتیایي حالت ته په کتو سره کیدای شي د وژل شویو شمیره له دې هم لوړه شي. النصرې او یو شمیر نورو ډلو څه موده وړاندې اریحال ښار چې په ادلیب ولایت کې د دولتي ځواکونو وروستی پوځي مرکز وو نیولی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *