ننګرهار كې ناپېژانده وسله والو د نجونو يو ښوونځى وسوځاوه

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، نا معلومه وسله والو په ښېوې ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.

د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسؤل محمد اصف شینواري وویل، چې وسله وال د شپې شاوخوا دوه بجې د بوډیالۍ د نجونو ښوونځي ته ورغلي، لومړی یې په بمونو الوځولی او بیا یې ورته اور اچولی دی.

د شینواري په وینا، یاد ښوونځي ۷ خونې درلودې، چې ټولې له منځه تللي، چې له كبله يې ۸۵۰ نجونو زده کړې ټكنۍ شوې دي.

د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې د یاد ښوونځي مسولینو ته کوم اخطار نه و ورکړل شوی.

د یادولو وړ ده، چې ښیوه د ننګرهار يوه هغه ولسوالي ده، چې له نورو یې امنیت نسبتاً ښه دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *