دعرا ق کردستان د تیلو د پلورلو صادرات ، دعراق د حکومت څخه په مستقله توګه پيل کړي دي.

کردستان په ورځ کې ۶۰۰ زره بيرل تيل د خپلو زيرمو څخه استوي. کر دستان د جون د مياشتي راهيسي د ملي اژانس له لارې تيل نه صادروي. دامطلب د کردستان د خودمختاري سيمي صفين د حکومت استازي څرګند کړی دي. «د جولای له لومړې نيټي زموږ د تيلو صادرات په مستقلانه توګه تر سره کيږي».

زموږ بل اقدام به مالي استقلال وې چې د مرکزي حکومت څخه به بيليږي. د کردستان حکومت پلان تائيد کړي چې ددغه پلان له مخې به د پنځو ملياردو په ارزښت پور يا ضمانت پاڼې خرڅوي. او په پيسو به ئي زيربنائي پروژي جوړيږي. لومړي به د دو ملياردو په ارزښت ضمانتپاڼې پلورل کيږي. دامطلب ديزين څرګند کړی دي.

.وروسته له هغه چې د صدام حسين رژيم نسکور شو، د کردستان مشرانو په خودمختارو سيمو کې د تيلو سيمي ترځبلې ولکې لاندې راوستل. د بریتیش پترولیوم د معلوماتو پر اساس د تيلو زيرمه ۴۵ مليارد بيرل ته رسيږي، چې دتيلو يو پر دريمه برخه زيرمي په عراق کې دي.

د کردستان د سيمه يز حکومت پر يکړه چې د عراق د حکومت د اجازي پرته په مستقلانه توګه تيل صادروي ممکن له بغداد سره سياسي کړکيچ رامنځته سي.

نو له دې کبله کردان د عراق د حکومت سره موافقي څخه سر غړونه کوي. په موافقه کې ويل کيږي چې د کردستان په سيمه کې به تيل په ګډه صادريږي. په دې اړه موافقه ددسمبر په مياشت کې لاسليک شوی ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *