موټر د چپه کیدو له امله ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
موټر د چپه کیدو له امله ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د هرات – کندهار پر لويه لار د ٣٠٣ډوله موټر د اوښتو له امله يوتن مړ او ٣٧نور ټپيان شول .
د فراه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال باهر وويل چې دغه پېښه نن سهار څلور بجې ددغه ولايت اړوند د ګلستان ولسوالۍ په سياه توت سيمه کې رامنځته شوې ده .
د هغه په خبره ، چې دغه مسافر وړونکى موټر له هرات څخه د کندهار ولايت پر لور را روان و ، چې له سړک څخه اوښتى او چپه شوى دى.
باهر زياته کړه : (( ددغې پېښې له امله يوتن مړ او ٣٧نور ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.))
د والي وياند وويل، د ١٢تنو ټپيانو روغتيايي حالت چې نازک و د هرات روغتون ته او پاتې نور په سيمه کې د ملي اردو کلينيک ته لېږدول شوي .
هغه د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتياطي په ګوته کړه .
د کابل- کندهار او کندهار –هرات لويه لاره د ډيرو خونړيو ترافيکي پېښه شاهد ده چې لاملونه يې د موټرچلوونکو بې احتياطي ، د لارې خرابوالى او د نامنيو له امله په ويره له دې لارې څخه په سرعت سره تېريدل په ګوته شوي دي.