له یو شمیر اروپایي هیوادونو سره همهاله …
له یو شمیر اروپایي هیوادونو سره همهاله …
په تهران کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د میشتو یمنیانو لاریون
د شنبه په ورځ په تهران کې میشتو یمنیانو په دې ښآر کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر مخې ته لاس په لاریون پورې کړ
د منځني ختیځ خبري آژانس د ریپوټ له مخې، دیمن په خاوره د سعودي عربستان د برید پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر پټه خوله نیوکه وکړه او دا یي ظالمانه چلند ښودلې دي.
دا لاریون د بهرنۍ کمیټې، دیمن انقلابي ولسي کمیټې له لوري تر سره شوی وو. له دې سره د یو شمیر اروپایي هیوادونو په پلازمینه کله د انګلیس او آلمان هیوادونو په پلازمینو کې ترسره شوی دی.
په دې غونډه کې«ډاکټر عبدالرحمن راجح» د تګلارې مرکزي ریس د نړیوالې ټولنې پر پټه خوله نیوکه کړې او د سعودي عربستان له دې کړنې پرده پورته کړې ده.
همدارنګه ددې لاریون پر مهال په ایرن کې د یمني محصلینو ټولنې مشر د خپلو خبرو په لړ کې د یمن پر وړاندې د سعودي عربستان په مشری دایتلاف غړي غندلي دي. ددې لاریون پر مهال هغه اسنادونه او شواهد چې پر یمن د سعودي عربستان د بریدونو جنایت ښکارندویي کوي د ملګرو ملتونو دفتر ته سپارلي دي.