روسيي او عربستان د سوريي ستونزې د هواری لپاره د يوې حل لاري رامنځ ته کولو ته چمتوالی ښودلی. دا هوکړه مسکو ته د عربستان بهرنيو چارو وزير د سفر پر مهال شوې ده او دواړو خواو د اړيکو پر ټينگښت هم ټينگار کړی دی

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل عربستاني سیال سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې چې په مسکو کې په لاره اچول شوې وه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو له ودې خبر ورکړی ویلي يې دي، د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر سره یي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د سیمه ایزو مسایلو خبرې کړي دي. د روسیې بهرنیو چارو وزیر، روسیې ته د سعودي عربستان د ولیعهد او دفاع وزیر سفر او له ولادیمیر پوتین سره یې د لیدنې یادونه وکړه وویل: دې لیدنو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړې. د ریپوټونو له مخې د روسیې او سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر هوکړه کړې چې د سوریې د ستونزې د هواری لپاره به هڅو ته دوام ورکوي. د عربستان بهرنیو چارو وزیر څه موده وړاندې د ولادیمیر پوتین سره د لیدنې پر مهال ویلي وو مسکو او ریاض د سوریې په هکله خبرو ته دوام ورکوي.

سرگئي لاوروف: ” مونږ به د منځني ختیځ په هکله په پترزبرګ کې پیل شویو خبرو ته د په دوحه کې دوام ورکړی او مونږ خوښ یو چې نن د منځني ختیځ او او شمالي افریقا هیوادونو په هکله د خبرو چانس لرو “

روسیه د سوریې د دولت نږدې ملګری هیواد دی او له دې امله یې له سعودي عربستان سره اړیکې ترینګلې شوې دي. خو د عربستان بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر ټینګښته خبر ورکړی ویلي یي دي، وروستیو لیدونکو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړې. دوه ورځې وړاندې هم شینهوا خبري آژآنس د سوریې او عربستان د اړیکو په هکله د مسکو له هڅو خبر ورکړی وو ویلي یې وروستی لیدنې په همدي موخه تر سره کیږي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *