د عربستان له بهرنیو چارو وزیر څخه په بشپړه توګه د واک اخستل

په فرانسه او ایټالیا کې د عربي دیپلوماتانو د څرګندونو له مخې، عادل الجبیر د عربستان په بهرنیو چارو وزارت کې د هیڅ ډول پریکړې واک نه درلوداو د محمد بن سلمان له پلویانو ګنل کیږي. اوس مهال د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت کې هر ډول بودیجه د محمد بن سلمان په مستیقیمه غوشتنه ځانګړې کیږي. نو له دې مخې په بیلا بیلو هیوادونو کې د عربستان د بهرنیو چارو زارت اړوند ستونزې او اختلافات رامنځ ته شوي او د ورځې په تیریدو سره یې لمن مخ په پراخیدو ده او یو شمیر سفیرانو هم بهرنیو چارو وزارت ته په دې هکله ګیله کړې ده. پّ تیرو وختونو کې سعود الفیصل چې په بیروت کې د سعودي عربستان سفیر وو د نادر الحریری او فواد سنیوره چې له لبنان څخه یې ریاض ته سفر کړی وو او محمد بن سلمان ته یي څینې وړاندیزونه کړي وو دده له مخالفتونو او غبرګون سره مخ شوی وو.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *