د مخابراتو، پوهني او لوړو زدکرو وزارت خونو ترمنځ نن په کابل کي يو تړون لاسليک شو. ددي تړون له مخي، د مخابراتو وزارت له دي سربيره چي د پوهني او لوړو زدکرو وزاتونو ته به په وړیا ډول انټرنيټ وړاندې کوي له لرو سيمو سره به زدکونکي او محصلين هم نښلوي

د مخابراتو مالوماتي تکنالوژی، پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو نن یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یي د انټر نیټ له لارې د هیواد ټولې پوهنځی له یوه بل سره ونښلول شي زدکونکي او ښونکي به د زدکړې په نوي میعار برابر شي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخی وویل: اوس مهال څلویښت سلنه ښونځي ودانی نلري او په کرایې ودانیو کې فعالیت کوي. دوی زیاته کړې ددې تړون له مخې دوی به هڅه وکړي ترڅو د هیواد ټولې ښونځی له انټر نیټ سره ونښلوي.

په ډې تړون کې د پوهنې وزارت ژمنه کړې چې په ښونه او روزنه کې به زدکونکو ته تر ډیره لاره هواروي. له دې سره د لوړو زدکړو وزارت خونې لابراتور او نورې برخې له انټر نیټ سره نښلول کیږي.

په دې تړون کې د مخابراتو وزارت د اولس اعشاریه دوه میلیونو د پوهنې وزارت درې اعشاریه اوه میلیونه ډالره د لوړو زدکړو وزارتونو ته ځانګړې کړي دي.

ددې دریو وزارت خونو مسولینو هیله مندي څرګنده کړې چې په دې سیستم سره د هیواد په ښونځیو او پوهنتونونو کې د معیار له مخې زدکړې ورکړل شي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *