په عراق کې ۳۰ کسان په ناغیړی تورن شول

د عراق پارلمان يوي څيرنيزي کميتي داعش له لوري د موصل ښار د نيولو په تراو د پخواني لومړي وزير په گډون ديرش کسان تورن پيژندلي او د محاکمي غوښتنه يي کړې ده

له دي سره ددي هيواد لومري وزير ويلي: د فساد د مخنيوي په موخه کابينه له دريو يوي برخي ته را تيتوي

د عراق لومړي وزیر تیره ورخ د پوځیانو د پوځي محاکمې د څیړنیزې کمیټې له رامڼخ ته کولو سره هوکړه وکړه، د هغه کسانو د محاکمې لپاره چې څلور میاشتې وړاندې د داعش له لوري د موصل ښار په نیولو کې یې ناغیړي کړې ده. همدارنګه د عراق پارلمان له لوري څیړنیزې کمیټې دیرش کسان چې پکې د عراق لومړی وزیر هم شتون لري د داعش لاس ته د موصل ښار د نیولو په برخه کې په بیغوری تورن کړي او د محاکمې غوښتنه یي کړې ده. په ناڅاپي توګه د موصل ښار نیولو د عراقیانو او نړیوالو اندیښنه را پارولې ده. په دې ښارکې ټوله وسله او له دوه زره ډير زغره وال موټر د داعش لاس ته ورغلي دي او ددې ښار سقوط د داعش پر مختګ ته لاره هواره کړه.

د عراق پارلمان ریس ویلي: هیڅوک له قانونه لوړ نه دي او هغه کسان چې په دې پیښه کې په ناغیړی تورن دي محاکمه به شي. نوري مالکي د پخواني ولسمسشر یو مرستیال، د دفاع وزارت پخوانی سرپرست، ستر درستیز د نینوا په ښار کې د پوځ مشر، د پخواني کورنیو چارو وزیر مرستیال او یو شمیر نور لوړ پوړي دولتي چارواکي تورن پیژندل شوي دي.

بله خوا حیدر عبادي په خ پل هیواد کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په لړ کې ویلي چې د کابینې یولس پوستونه به لغوه کړي او د کابینې د غړیو شمیره به له دریو یوې برخې ته را ټیټه کړي. د فساد پر وړاندې د حیدر عبادي پلان تیره اونۍ د پارلمان له لوري ومنل شو.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *