د فلسطين خپلواکي ادراي مشر محمود عباس له خپلي دندي استعفا ورکړه
د فلسطين خپلواکي ادراي مشر محمود عباس له خپلي دندي استعفا ورکړه
د فلسطيني يو چارواکي په وينا کوم ناسته چي په رام الله کي تيره ورځ ترسره شوه د عباس سربيره د دي کميتي ۱۸ نورو غړيو هم له خپلي دندي استعفا ورکړه د دوی استعفا موخه د يو نوي اجرايي کميتي رامنحته کيدل اعلان شوي ده
ددي استعفي موخه د فلسطین ملي شورا بیړنۍ ناسه او دیوې نوې کمیټې جوړول ښودل شوې . د فلسطین ملي شورا چې ددوی د پارلمان په توګه یادیږي اوه سوه څلویښت غړي لري او له نولسو سوه شپږ نویم کال راهیسې رامنځ ته شوې ده. د اجرایي کمیټې یوه غړي چې استعفی یې ورکړې ویلي، د محمود عباس سربیره د خپلواکې ادارې یو شمیر غړیو هم له خپلې دندې لاس اخستی دی. د فلسطین اجرایي کمیټه په سیمه کې تر ټولو ځواکمنه او د پریکړې کونکې اداره ده او دا اداره د هغه فلسطیانو په هکله کار کوي کوم چې په سیمه او یا بهر کې میشت دي.
محمود عباس په نولس سوه دري نویم کال کې کله چې د اجرایي کمیټې غړی وو د اسلو د سولې تړون یې د ټولو فلسطینیانو په استازیتوب لاسلیک کړ دا کمیټې د تولو فلسطیني ډول له لوري رامنځ ته شوې خو په دې کمیټه کې د حماس غورځنګ او د سلامي جهاد غورځنګ ګډون نلري. د حماس ډلې غړي یحی موسي دا استعفی د خندا وړ ښودلې ویلي یي دي، محمود عباس او ددوی ملګرو ځکه استعفی ورکړې ترځو د ملي غونډې په نامه د ناستې په ترسره کولو سره له حماس ډلې پرته د یوه نوې کمیټه رامنځ ته کړي .