په ولسمشري ماڼۍ کي د مرسته کونکو هيوادونو ناسته تر سره شوې ده   په دې ناسته کي له نړيوالې ټولني سره د افغان حکومت پر ژمنو د اقتصادي پياوړتيا په لور د تگ په دي برخه کي د لنډ مهالي، منځ مهالي او اوږد مهالي پلان په هکله خبرې شوې دي

په دې ناسته کې چې د یو شمیر لوړ پوړیو دولتي چارواکیو ترمنځ ته تر سره شوه، ولسمشر محمد اشرف غني په بیلا بیلو برخو لکه: نشه یي توکو، اداري فساد، د پانګه والو پر وړاندې د ستونزو، په ټولیزه توګه د وزارت خونو ستونزو او د نړیوالو بنسټونو نه پیژندنه ستونزو ته په نغوتې سره د غونډې له ګډونوالو غوښتي ترڅو ددې ستونزو د هواری لپاره خپل وړاندیزونه ولسمشری ماڼۍ ته وسپاري.

له دې سره په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت ژمنوته د ژمن پاتې کیدو، د هیوادوالو غوښتنو ته د درنښت، پر ځان د بساینې په لور د ګامونو پورته کولو د لنډ مهالي پلان رامڼځ ته کولو، اقتصادي ودې، ښې حکومتوالی، د بانکي سیستم په ګډون په ټولو برخو کې دروڼتیا رامنځ ته کول په عدلي او قضایي ادارو کې د سمون ګامونو پورته کولو په تړاو خبرې شوي دي او ملي یوالي حکومت ژمنه کړې چې دې برخو ته به جدي پاملرنه کوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *