د ښار جوړونې وزارت شپږو تورنو کارکونکو دوسيي محکمي ته وسپارل شوې. د لويې څارنوالۍ وياند ويلي: ددوی د دوسيو څيړنه پاي ته رسيدلي او د اداري فساد پر وړاندي د مبارزي محکمي ته استول شوې دي

ولسمشر محمد اشرف غني درې میاشتې مخکې د ښار جوړونې وزارت د شپږو لوړ پوړیو چارواکیو دندې په فساد کې د لاس لرلو په تور وځنډولې او دا کسان یي ممنوع الخروج اعلان کړل. دا کسان د بډې په ترلاسه کولو او اداري فساد تورن وو.د خانه سازی تصدی ریس احمد نواز بختیار، د اپارتمانونو د سمون دفتر مسول محمد امین قانع، د مرکزښار جوړونې ریس احمد شاه همت، د املاکو او اسکانو ریس محمد امین امین، د پلان او پالیسی ریس انجنیر ګل رحیم زیارمل، او د اپآرتمانونو د سمون چارو مالي مسول سید امان سادات هغه کسان دي چې په فساد او له دندې د ناوړه ګټې اخستنې په تور نورن دي. له دوی څخه بختیاري، سادات او قانع د جوزا په میاشت کې له هیواده د تیښتې پر مهال ونیول شول دا کسان د بدخشان ولایت د شغنان په ولسوالی کې نیول شوي دي.

پّ داسې حال کې چې نن د لویې څآرنوالی ویاند د تورنو کسانو په هکله له ډیرو مالوماتو ورکولو ډډه وکړه خو تیره اونۍ د لویې څارنوالی سرپرست نور حبیب جلال ویلي وو، چې ددې وزارت شپږ ویشت کارکونکي په فساد کې لاس لري. د ښاغلي جلال په وینا د ښار جوړونې په وزارت کې دیرش میلیونه ډالره اختلاس شوی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *