په هرات کي د اور لگيدني له امله 29 کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده
په هرات ولايت کي د غازو په يوه ساتنځای کي د اور لگيدني له امله ۲۹ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده
روغتيايي مسولينو ويلي: په دي پيښه کي يولس کسان مړه او اتلس نور ټپيان دي چې د خينو روغتيايي حالت دانديښني وړ دي. دا اورلگيدنه له څلورو ساعتونو وروسته کابو شوې ده
دا اور لگيدنه تيره شپه د يولس نيمو بجو په شاخوا کي پيل شوي او په داسي حال کي له څلورو ساعتونو وروسته کابو شوه چي څلور چاودني هم پکي رامنخ ته شوي دي.
د هرات سیمه ایزو چارواکیو ویلی: په دې چادونو کې د غازوڅلور بالونونه چاودیدلي او ددې شرکت مالیکینو ته دوه څلویښت میلیونه ډالره زیان رسیدلی دی.
عیني شاهدانو ویلي له سیمې څخه د څو چادونو غږونه اوریدل شوي دي. زمونږ د خبریال د مالوماتو له مخې اور لګیدنه دومره ډیره وه چې دښار له هرې سیمې یې رڼا لیدل کیده. هراتي مسولینو د یو شمیر ټپیانو روغتیایي حالت اندیښمند ښودلی ویلي یي دي: د هغه کسانو سوځیدنه چې له نوي سلنې ډيره وه ایران ته استول شوي دي. د هرات ملکي روغتون ویاند د مړینې شمیره یولس کسان ښودلې ویلي یې چې په دې پیښه کی یو شمیر ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات جنایي ادراې مدیر سید ګل آقا هاشمي ویلي تر اوسه د اور لګیدنې لامل نه دی روښانه خو په هکله یې پلټنې پیل شوې چې ډير ژر به بي نتیجه اعلان شي.
دا اور لګیدنه د هرات ښار په شل کیلو متری کې د کمر کلاغ په سیمه کې رامنځ ته شوې دا هغه سیمه ده چې د غازو ډیری ساتنځایونه پکې شتون لري.