ملگرو ملتونو د کډوالو څانگي له اروپايي هيوادنو غوښتي ترڅو د کډوالی سيستم په رامنځ ته کولو سره د قاچاق وړونکو لاس ته د کډوالو له ورتگه مخنيوی وکړي. دي اداري بيلا بيلو اروپايي هيوادونو ته د کډوالو په اوسني ورتگ نيوکه کړې ويلي يي دي د اروپا د کډوالو منل کيدو سيستم له فعاليته لويدلي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې ریس آنتو نیوګوتیرس په یوه خبري ناسته کې چې د فرانسې کورنیو چارو وزیر سره په جینو کې تر سره شوې له کډوالو سره د اروپایي ټولنې پر همکارۍ ټینګار وکړ. او له اروپایي ټولنې څخه یي غوښتي ترڅو د پنډغالیو یا کمپونو په رامڼخ ته کولو سره ددوی د منل کیدو دوسیې وڅیړي. ګوتیرس ویلی: اروپایي ټولنه د قاچاق ورونکو لاس ته باید د کډوالو د لویدو اجازه ورنکړي. ده ویلي کډوال چې د اروپا هرې سیمې ته رسیږي باید په هماغه ځای کې ددوی دوسیې وڅیړل شي.

آنتونيو گوترویلي: ” ریښتینولي داده چې کډوال ایټالیا او یونان ته ځي خو وروسته بیا مونږ دوی له آلمان او سویډن څخه پیدا کوو دا په دې مانا ده چې په اروپا کې د کډوالی سیستم په بشپړه توګه له منځه تللی او هرڅوک باید په خپله دا مسولیت ومني .”

دا په داسې حال کې ده چې په دې شپو ورځو کې د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو څخه ډلې ډلې غیر قانوني کډوال د اروپا په لور روان دي د اټیالیا سمندري ځواکونو تیره ورځ ۵۵ مړي له دریو بیړیو موندلي دي په داسې حال کې چې د اروپایي ټولنې سمندري ځواکونو درې زره کسان له ډبیدو ژغورلي دي

یواځې په دې وروستیو شپو ورځو کې په زرګونه کډوال یونان او ترکیې ته رسیدلي او ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې ویلي: د روان کال تر پایه به درې سوه زره کډوال اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي یو این اچ سي آر ویلي د روان کال له پیله تر اوسه دوه سوه درې زره کډوالو په مدیترانې سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *