د اسرایلي رژیم پر امبولانس د دروزیانو په برید کې د داعشي وژل کیدل
د یدیعوت آحارنوت خبري آژآنس د ریپوټ له مخې، په تیرو څو ورځو کې د دوهم ځل لپاره یو سل پنځوسو دروزي قهرجنو د اسرایلي رژیم پر امبولانسونو چې د داعشیانو ټپیان یي لیږدول د جولان په غونډیو کې د کاڼو برید کړی او په دې وروستي برید کې یې د النصرې جبهې یو غړی وژلی دی. د ویلو وړ ده چې په دې امبولانس کې دوه اسرایلي ډاکټرانو هم شتون درلود او په دې برید کې دوی برسیرن ټپیان شوي د صفد ښار زیو روغتون ته لیږدول شوي دي او د النصرې جبهې ټپیان د څرخي الوتکو په وسیله د حیفا رامبان روغتون ته لیږدول شوي دي. له دې پیښې وروسته سیمې ته د اسرایلي پولیسو او پوځ په راتګ سره د دواړو خواوو ترمنځ وسله واله نښته رامنځ ته شوې ده.
لاریون کونکو دروزیانو ګواښ کړی چې هیڅ کله به نیواک ګر رژیم ته اجازه ورنکړي ترڅو د ترهګرو د درملنې په مرکز بدل شي دوی د هغه یوه روغتون ته نږدې لاریون کړی کوم چې یو ترهګر پکې بستري وو. د سوریې دولتي ټلویزیون له دروزیانو د اتلو هیوادوالو په توګه یادونه کړې ده. اسرایلي رژیم د ناامنيو د دیرښت له امل دې سیمې ته نږدې ډيری ټپیان چې ویل کیږي د داعش وسله والې ډلې غړي دي امینتي چمتوالي ته زور ورکړی او په سیمه کې یې په لسګونه سرتیري په دندو ګمارلي دي.