ملگرو ملتونو د هغه کډوالو د ژغورلو په موخه د جدي گامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده. د هغه کډوالو کوم چي په غير قانوني توگه اروپايي هيوادونو ته روان دي

بانکي مون دي قاري ته د کډوالو لوړي شميري ته په نغوتي سره په امن توگه دي هيوادونو ته د غير قانوني کډوالو د امن لارو د رامنځ ته کولو غوښتنه کري ده

د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي په دې وروستیو کې د اروپا په لارو کې د زرګونه غیر قانوني کدوالو وژل کیدو ته په نغوتې سره ویلي: ډیری دا کډوال د سوریې عراق او افغانستان اوسیدونکي دي چې خپل ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کوي او غواړي ځانونه اروپایي هیوادونوته ورسوي. دوی له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل ترڅو د هغه ستونزو د کمښت لپاره لاس په کار شي کوم چې د یوه هیواد اوسیدونکي کډوالی ته اړ کوي. دوی ویلي په دې وروستیو کې د زرګونه کډوالو مړینې چې اروپا ته په لاره وو سخت اندیښمند او ناهیلې کړی دی.

بان کي مون ویلي : ” زه په مدیترانې سمندر او نورو سیمو کې د کډوالو مړینې سخت اندیښمندکړی یم مونږ ډیرې ناخوالې ولیدلې او وروستی پیښه یي هم هغه وه چې په اطریش کې په یوه لاری کې د خلکو مړینه وه او ډیری نور په مدیترانې او یا اندامان سمندرونو کې ډوب شوي دي.”

بانکي له اروپایي هیوادونو وغوښتل ترڅو په خپلو کړیو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او کډوال بیرته ستنیدو ته اړ نکړي او ددوی د قانوني منل کیدو ته لار هواره کړي له دې سره دوی د انسان له قاچاق ورونکو سره د مبارزې غوښتنه کړې ویلي یې دي ددې ستونزې د هواری لپاره باید نړیواله ټولنه یو ګډ ګام پورته کړي.

بانکي مون زیاته کړې: ” له ټولو دولتونو غواړم ترڅ کډوالو ته امنه او قانوني لاره وټاکي او په خپلو کړیو نړیوالو ژمنو عمل وکړي دا یو انساني ناورین دی او باید په ګډه ددې ستراتیژۍ پر وړاندې مبارزه وشي.”

د ایتالیا سمندري ځواکونو د تیری اونۍ چهارشنبه په ورخ د لیبیا سمندي څنډو کې د دوه پنځوسو کسانو مړي موندلي له دی یوه ورځ وروسته له دوه سوه د ډیرو کسانو بیړۍ په سمندر کې ډوبې شوې او د اطریش پولیسو ل یوه بار وړونکي موتر څخه د یو اویا کسانو مړي تر لاسه کړي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *