تیره اونی یو خل بیا د دولت وسله والو مخالفینو لاس ته ورغله له خه مودی راهیسی د شمال د جگری په هکله خبری کیدی او هلمند په تیرو لسو کلونو کی د جگری له اصلی دگرونو خخه شمیرل کیده ددی ولایت په مارجی سنگین ناوی او موسی قلعه ولسوالیو کی دیری سختی نشتی رامنخ ته شوی د موسی قلعی ولسوالی تیره اونی په داسی حال کی د دولت وسله والو مخالفینو ته ولویده چی ددی ولسوالی مسولینو په کراتو د گواش په هکله مرکزی چارواکی خبر کری وو او له دوی خخه یی د مرستی غوشتنه کری وه

د هلمند ولایت د موسی قلعی ولسوال محمد شریف خان تیره اونی اعلان وکر چی طالبان د ولسوالی تر پنخوس متریه رسیدلی ده د مرستی غوښتنه وکړه خو په ځواب کې یې یواځې د بهرنیو ځواکونو له لوري یو هوایي برید تر سره شو او دې برید تر دریو ورځو د موسی قلعې ولسوالۍ سقوط له ځنډ سره مخ کړ.

د موسی قلعې ولسوالی د سقوط په هکله ځینې اړخونه دیادونې وړ دي. لومړی دا چې ایا د طالبانو جنګیالیو دا نښته سویل لوري ته د جګړې د بیا را لیږدولو ښکارندویي کوي؟ دوهم ټکی دادی چې دولت ولي د موسی قلعې ولسوالی په امنیت کې پاتې راغلی او بهرنیو ځواکونو هم ولې ددې ولسوالی د ژغورلو لپاره کوم کار نه دی تر سره کړی.

د ملي یوالي په حکومت کې شمالي سیمې د جګړې ډګر وو وسله والو طالبانو په شمال کې د بدخشان له وردوج ولسوالی څخه نیولې تر کندزه د جګړې لمنې ته پراختیا ورکړه او دا سیمه یې د راتلونکې جګړې لپاره وټاکله. په شمال کې د ناامنی په هکله څرګندونې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال پیل شوې. کله چې وویل شول د بهرنیو ځواکونو څرخي الوتکې په شمال کې وسله وال ښکته کوي. په هر صورت وسله والو طالبانو په روان کال کې په عملي توګه دا وښوده چې په شمال کې شتون لري. ځینو به ویل چې دوی په شمال کې د داعش وسله والې ډلې د میشتیدو په هکله اندیښنه ښودلې ده.

داسې ویل کیدل چې د هیواد په سویل او سویل ختیځ کې طالبان ډیر پیاوړي دي او یواځې له شماله ویره لري او دا هم شونې ښکاریه چې د روسیې او منځني ختیځ هیوادونو د ځپلو لپاره په ډې سیمه کې د داعش وسله والې ډلې ځای پر ځای شي. دې څیړنې د طالبانو جګړه ایز تکتیک ته بدلون ورکړ که چیرې دا څیړنه ومنو نو طالبان شمال ته راغلل ترڅو د خپلې سیالې ډلې یعنې د داعش له پرمختګه مخنیوی وکړي.

په دې موده کې سویل لږ او څه د جګړو له اړخه لږ آرامه ساه واخیسته او د ولسوالیو نیول بند شوي وو. لمړی انګیرنه داده چې په شمال کې پر له پسې د طالبانو ځپل له ماتې سره ددوی مخ کیدل او د جغرافیایي آسانتیاوو نشتو دوی له ډیرو تلفاتو سره مخ کړي وي او یو ځل بیا یي سویلي سیمو ته مخه کړې وي.

ریښتینولي خو داده که چیرې طالبان په شمال کې ځینې سیمې هم ونیسي نو په اداره کې به یي پاتې راځي. ځکه له دیورنده تر هغې سیمې ددوی داکمالاتو واټن او ددوی د ډیرو مخالفینو شتون ددوی د فعالیت لپاره کړۍ را تنګه کړې وه.

د موسی قلعې په هکله دوهم تحلیل کیدای شي دا وي چې خواره شوي طالبان غواړي چې یو ځل بیا سره غونډ او خپل ځواک په ډاګه کړي او دا وښیي چې یو مشر لري او د جګړې ډګر هیڅ ډول بدلون نه دی کړی دا ګام کیدای شي د طالب جنګیالیو د مورال لوړولو په موخه پورته شوی وي.

د موسی قلعې په هکله دریم آند دا دی چې د هلمند جګړه په دې ولایت کې له طبعي زیرمو کانونو او د نشه یي توکو له کر سره تړاو لري هلمند او موسی قلعه هغه مهال ناامنه شول چې انګلیسۍ ځواکونه دې سیمې ته د ننه شول له دې ولایت سره د انګلیسانو مینه دومره ډیره وه چې له امریکایي سمندري ځواکونو سره چې د سنګین ولسوالی د نیولو لپاره ورغلي وو ښکر په ښکر شول.

په هلمند کې د انګلیسي او په کندهار کې د کاناډایي ځواکونو په شتون سره دناامنیو لمن پراخه شوه کاناډا چې تر اوسه هم له انګریزانو ملاتړ کوي او ددوی له مستعمره هیوادونو څخه شمیرل کیږي په سویل او سویل ختیځ کې یې د انګلیسانو په ملاتړ یو پیاوړی زنځیر رامنځ ته کړ.

ددې شتون پآیله په ډې سیمه کې په لوړه کچه د نشه یي توکیود کر پیام له ځان سره درلود دې سوداګرۍ له ځان سره انارشیک او د ناامنۍ فضا درلود. کیدای شي د ډیرو لپاره دا موضع ډیره بې ارزښته او بې اهمیته وي خو ریښتینولي داده چې د نشه یي توکو له کر تولید او قاچاقو څخه تر لاسه شوي عواید د لویدیځوالو لپاره لویه شتمنه رامنځ ته کړې. دا هغه شتمنې وه چې د شوروي پر وړاندې د د افغان مجاهدینو د جبهې پیاوړتیا   او په اتیایمه لسیزه کې د ویتنام د جګړې د لګښت په کچه وه او دا ځل له دې شتمنۍ څخه د نوې ډلې د رامنځ ته کولو په برخه کې کار اخستل کیږي.

اوس مهال د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالی ناامنه شوې او دا ناامنۍ هممهاله رامنځ ته شوې دهلمند موسی قلعه ولسوالی په داسې حال کې له ناامنۍ سره مخ شوې چې هیواد پنځه سوه انګلیسي سرتیري هم را رسیدلي. انګریزان بیرته افغانستان ته را ګرځی او کیدای شي دا سرتیري په ګډ وډیو اود ملي یوالي حکومت د مشرانو له خبراوي پرته را ګرځیدلي وي او د په دې برخه کې به د دولت سترګې تړل شوې وې او له څه لیدو به پاتې وي.

حکومت باید دا مسله روښانه کړي چې هیواد ته د انګلیسي ځواکونو بیرته را ګرځیدل به څه ډول وي او ددوی د بیرته را ګرځیددو لپاره کومې قانوني لارې شتون لري افغانستان د تړون په لاسلیک سره په عملي توګه د امنیت شورا د منشور له اوم بند څخه خلاص شو او دا د افغانستان حق دی چې د بهرنیو ځواکونو د بیرته را ګرځیدو په هکله به پریکړه کوي.

کیدای شي د وسله والو طالبانو لاس ته د موسی قلعې ولسوالی ورتګ د انګلیسي او نورو برهنیو ځواکونو د بیرته را ګرځیدو لپاره لاره هواره کړي او هغه څه چې له دوه زره اوم کال څخه تر دوه زره لسمه رامڼخ ته شوي وو بیا ځلې شي.

د موسی قلعه بله موضع دې پیښې ته د حکومت ناغیړي او ستونزو ته نه رسیدل دي. له دې سره چې سیمه ایزو چارواکیو د مرکزي دولت له مسولینو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه او د موسی قلعې ولسوالی د سقوط په هکله یي دوی ته خبرداری ورکړی وو خو حکومت ونشو کولای سیمې ته مرستندویه ځواکونه واستوي او دا ولسوالی د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله. دا لومړی ځل نه دی چې افغان حکومت د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو غوښتنې ته مثبت ځواب نه ورکوي او ددوی د ژغورنې لپاره ګام نه پورته کوي دا ډول پیښې د هیواد په شمالي سیمو او جلریز کې رامنځ ته شوې دي او باید په دې هکله څیړنه وشي چې اصلي ستونزه په کوم ځای کې ده. آیا دا ډول ګام په لوی لاس پورته کیږي او یا هم په ډې برخه کې مدیران له ناغیړیه کار اخلي؟ ددې ډول د پیښو د مخنیوي لپاره باید دامنیتي ځواکونو ترمنخ همغږي رامنځ ته شي او په دا دول پیښو ته د هیواد ځمکنۍ او هوایي قواوې په ګټه ځواب ورکړي.

یو مهال د هیواد د سرتیرو شمیره سل زره تصویب شوې وه خو کله چې د جګړې لمن پراخه او د اور لمبې یې پورته شوې د ښاغلي کرزي د حکومت له پاره وخت له لاسه وتلی وو او په دې برخه کې باید مخکینۍ حکومت باید ځواب ویونکی وي. ملي ځواکونه له دوه زره نهم کار راهیسې په ډيرې بیړې او چټکی سره رامڼخ ته او شمیره یي درې سوه پنځوسو زرو کسانو ته ورسول شوه. اوس هم د هیواد امنیتي ځواکونه له ډیریو نیمګړتیاوو سره مخ دي او وخت شته تر څو دا ستونزې هوارې شي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *