د افغانستان د تاجکانو يوالي عالي شورا غونډه
د افغانستان د تاجکانو يوالي عالي شورا تر نږدي راتلونکي د بريښنايي پيژند پاڼو د ويشلو غوشتنه وکړه دي شورا نن په يوه غونډه کي ددي تذکرو په ويش کي ځنډ يوه چلوته وښوده او په دې لاره کي يې د خندونو رامنځ ته کول ټولو افغانانو ته سپکاوی ښودلی دی
ددې شورا غړي د کابل په زرنګار پارک کې سره را ټول شوي وو او د بریښنایي پیژند پانو په ویش کې یې ځنډ او خنډ یوه چلوته ښودلې ده چې ددوی په وینا، دا د ناپیژنده او د واټن رامنځ ته کونکو کسانو کار دی. دوی وایي: بریښنایي پیژند پاڼو په ملي شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ کې خپل قانوني پړاوونه پای ته رسولې او باید له کوم ځنډ پرته وویشل شي.
د افغانستان د تاجکانو د یوالي شورا وایي: یو شمیر کسانو په هیواد کې شتون لري چې د اقوامو د پیژند ګلوی د له منځه وړلو هڅې کوي. ددې شورا په وینا که چیرې په بریښنایي پیژند پاڼو کې د ټولو افغانانو غوښتنې ونه منل شي باید د یوې ټول پوښتنې له لارې د افغانستان نوم ته هم باید بدلون ورکړل شي آریانا او یا د خراسان وټاکل شي.
د افغانستان تاجکانو عالي شورا افغان حکومت ته خبرداری ورکړ که چیرې د بریښنایي پیژند پاڼو کې ددوی مشروع غوښتې په پام کې ونه نیول شي له دې به په براخو لاریونو او نیوکو لاس پورې کړي.