که چيري د غزي په تړانگه د اسرايلو له لوري بنديزونه لري نه کړل شي دا سيمه به تر څو کلونو وروسته د اوسيدو نه وي
بمباران شديد غزه توسط هواپيماهاي صهيونيست
که چيري د غزي په تړانگه د اسرايلو له لوري بنديزونه لري نه کړل شي دا سيمه به تر څو کلونو وروسته د اوسيدو نه وي
ملگرو ملتونو زياته کړي په تيرو اتو کلونو کي د اسرايلو او فلسطينيانو ترمنځ نښتو په دي سيمه کي اقتصادي جرړې له منځه وړې دي
ملګرو ملتونو د سوداګری او پرمختیا ادارې په یوه خپاره شوي ریپوټ کې چې د غزې په هکله دی ویلي: په ډې سیمه کې د اسرایلي رژیم د بندیزونو له امله اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړ دی او که چیرې اسرایل د غزې تړانګې بندیزونه لري نکړي نو تر راتلونکو څو کلونو به دا سیمه د اوسیدونې وړ نه وي او د اوسیدو لپاره به خپله وړتیا له لاسه ورکړي. په دې ریپوټ کې راغلي، په تیرو اتو کلونو کې د اسرایلو او فلسطینانو ترمڼځ په دې سیمه کې درې ځله جګړه شوې او دې جګړو د غزې ټول اقتصادي بنسټونه له منځه وړي دي او اوس مهال ددې سیمې ټول اوسیدونکي بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري.
ددې ریپوټ له مخې، پّ تیر کال کې د غزې ناخالصه تولید پنځه لس سلنه ټيټ شوی او په دې سیمه کې د وزګاری کچه څلور څلویښت سلنه لوړه شوې ده، دوه اویا سلنه کورنۍ په غزه کې د خوړو له کمشت سره مخ دي او دا سیمه اوس مهال هیڅ ډول صادرات نلري. د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي: په غزه کې د پر له پسې جګړې له امله د بیا رغاونې او پرمختګ برخه له کاره لویدلې ده. غزه له هغه وروسته چې په دوه زره اوم کال کې د حماس لاس ته ورغله د اسرایلي رژیم له لوري کلابنده شوه. په تیرو کلونو کې د تونلونو له لارې دې سیمې ته ځینې توکي رسیدل خو په دې وروستیو کې د مصر دولت دا تونلونه هم ویجاړ کړي او دې سیمې ته یې د تګ راتګ لاره بنده کړې ده.