انګولا د ځمکې د کرې لومړۍ هيواد دي چې اسلام پکې منع اعلان شو
انګولا د ځمکې د کرې لومړۍ هيواد دي چې اسلام پکې منع اعلان شو
دانګولا دولت د دوو کالو قضائي دعوی وروسته ، په رسمي توګه په خپله خاوره کې اسلام دين منع کړي دي. او دا به دځمکې د کري لومړنی هيواد وې چې جوماتونه به پکې نور نه وې.
دانګولا جمهور رئيس خوزه ادواردو دوس سانتوس په دې اړه داسي تبصره کړی ده. «دازموږ په هيواد کې د اسلامي نفوذ پای دي». دامطلب د Conservative Post ورځپاڼي ورکړی دي.
دانګولا د کلتور وزير رزا کروز ددغې موضوع په اړه وائي په انګولا کې داسلام قانوني کول ددغه هيواد د عدليه وزارت او بشرۍ حقونو له خوا ونه منل شو تر راتلونکې پريکړې پورې به ددوی جوماتونه تړلي وې. د کلتور وزير زياته کړه دغه بنديز هغه واقيعتونه په ډاګه کوي چې دغه دين زموږ د کلتوراو فرهنګي ارزښتونو خلاف دي.
ديادونې وړ ده چې دانګولا ۱۶ مليوني جمعيت اکثرآ وګړي عيسوي مذهبه دي په دغه هېواد کې دامريکا متحد ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت دمعلوماتو له مخې ۹۰ زره مسلمانان اوسئ چې اکثرآ ئي دلويديخي افريقا او لبنان څخه دغه هيواد ته مهاجر شوي دي