د ملي امنيت شورا د تيرې ورځې په ناسته کي په هيواد کي امنيتي حالات ځيړل شوی
د ملي امنيت شورا د تيرې ورځې په ناسته کي په هيواد کي امنيتي حالات ځيړل شوی او د هيواد په بيلا بيلو برخو کې د عملياتو له پيليدو خبر ورکړل شوی دی. بله خوا اجرايي رياست ويلي چي دير ژر به امنيتي حالت ښه شي
په امنيتي ناسته کي چي تيره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غنی په مشری تر سره شوه امنیتي او دفاعتي ادارو مشرانو وویل: د وسله والو مخالفینو د ځپلو عملیات روان دي. له دې سره په دې ناسته کې په حصارک شیرزاد او خوګیاڼیو ولسوالیو کې وسله والو مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې له اوښتو خبر ورکړل شو.
د تیرې ورځې په ناسته کې امینتي ادارو ته سپارښتنه وشوه ترڅو د امنیتي ګواښونو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
په همدي توګه اجرایي ریاست تر راتلونکو څو میاشتو د امنیت له ښه والي خبر ورکړی دی دې ریاست ویلي حکومت به په ټولو هغه کړنو لاس پورې کړي کوم چې د هیواد د امنیت خوندیتوب لپاره ګټورې پایلې لري. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې اوس مهال د هیواد په څوارلسو ولایتونو کې پوځي عملیات روان دي. دا په داسې حال کې ده چې ددوشنبه په ورځ ولسي جرګې له رخصتیو وروسته د کار په لومړۍ ورځ په هیواد کې پر امنیت کلکه نیوکه وکړه. یو شمیر استازو ویلي که چیرې حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې کوتلي ګامونه پورته نکړي دوی به په خپله لاس په کار شي.