کندهار کې ډله ییز ځانمرګی برید شنډ شوی

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي څلور هغه طالبان یې نیولي چې پلان یې درلود په کندهار کې د دغې ادارې پر دفتر “ډله ییز ځانمرګی برید” وکړي.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي د جمعې پر ورځ (سپتمبر ۱۱مه) د ملي امنیت کارکونکو په کندهار کې د طالبانو د ډلې یو مشر، سیف الله او د هغه درې ملګري ونیول.

نیول شویو کسانو منلې چې پلان یې درلود له دریو ځانمرګو او یو موټر بم چاودنې سره کندهار کې د ملي امنیت پر ادارې برید وکړي.

ویل شوي چې دغو کسانو په تېر کې کندهار کې شویو ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې ماینونو چاودنو کې هم لاس درلود.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پر رسمي فیسبوک پاڼه هم د دغو کسانو د اعتراف ویډیو خپره شوې خو دا څرګنده نه ده چې دغه اعتراف په کومو شرایطو کې اخیستل شوی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *