داعش دانسان دارګانیزم خرڅلاو پيل کړی دي
داعش دانسان دارګانیزم خرڅلاو پيل کړی دي
داعش په موصل کې يو «ځانګړی پوليکلنيک» پرانستي دي چې دانسانانو دارګانيزم سوداګري پکې کيږي .
په موصل کې دعراق د کردستان ددموکراتيک ګوند رسمي استازي سعيد مموزني چې د«اسلامي دولت» لخوا د موصل د ښار ترنيولو وروسته له هغه ځايه وتښتيد د «سپوتنيک» سره په مرکه کې ويلي دي چې په موصل کې دانسانانو دبدن دغړو سوداګرۍ کيږي. او سخت دريځه عناصر دغه کار تر سره کوي.
سعيد مموزني وائي ترهګرو د ۲۰۱۵ کال د جولای پر ۱۳ نيټه يو کلينيک پرانست ددغه پوليکلنيک نوم د عراق د پخواني مشر صدام حسين په نامه ياديږي په دغه کلينيک کې د «اسلامي دولت» ډاکتران عمليات پر مخ بيائي. وسله وال کسان د ځائي خلګو د بدن غړي اخلي او په بدايو خلګو ئي پلوري.
دموصل ډیری خلګ دناورين سره مخامخ دي. يو شمیر خلګ خپل د بدن غړي پلوري ، تر څو دلوږي څخه موه نه شي. دوی وائي« کار نشته، دکار لپاره دښار دباندې وتل زموږ په وس کې نه ده نوله دې کبله موږ هيڅ نه لرو او خپل دوجود غړي خرڅوو».
د ترهګرو دپاره دامهمه نه ده چې ددوی پر وړاندې څوک دي — ښځې، ماشومان، که زاړه خلګ. دوی دټولو څخه دبدن غړي اخلي. دوی په مرګ ګواښل کيږي او ياهم ورته وايي که چيري دبدن دغه يا هغه غړي ورکړي نو ته به دروغتون څخه ژر رخصت شي. وسله وال کسان د بدن غړي په ۴ مليون ديناره اخلي چې (۳،۵ زره ډالره کيږي) او خرڅوي ئي په ډيره لوړه بيه.
دغه سوداګرۍ په ټول عراق کې کيږي « موږ پو هيږو چې وسله وال کسان دبدن غړي سورئي ته استوي.
مموزني وائي چې د «اسلامي دولت» لخوا د موصل دښار تر نيولو وروسته ددغه سيمي ډيری خلګ له ښاره ووتل. د «اسلامي دولت» تر راتګ مخکې په دغه ښار کې ۴ مليون کسانو ژوند کاوه، خو کله چې ښار ونيول شو ډيری خلګ وتښتيدل همدا ګړۍ په موصل کې تر يو مليون کم خلګ اوسئ.