د کابل خاکجبار کې چاودنې ١١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د کابل ولايت په خاکجبار ولسوالۍ کې د ماين چادونې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار قاري محمد ورا وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د لوګر له ازرې ولسوالۍ يو پيکپ موټر کابل ته پر لاره و چې په خاکجبار ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين له چاودنې سره مخ شو.

دى وايي چې په دې چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ٧ کسان ټپيان دي.

ورا زياته کړه چې د ټپيان روغتيايي حالت ښه نه دى او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د لوګر ولايتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالولي وکيل وويل چې ياد کسان د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

هغه زياته کړه: ((دغو کسانو غوښتل چې کابل او بيا له هغه ځايه د خپلو دوستانو د ليدو لپاره لوګر ته ولاړ شي.))

ده هم وويل چې په دې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

د يادې چاودنې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

له تېرو ١٣کلونو راهيسي طالبانو د ازرې ولسوالۍ لويه لار له لوګر ولايت سره تړلې ده او اوس يې اوسېدونکي لومړى کابل او بيا لوګر ته ځي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *