په يونان کي ټولټاکني له نن سهاره پيل شوې
په يونان کي ټولټاکني له نن سهاره پيل شوې دا هيواد له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په تيرو شپږو کلونو کي دا پنځم څل دی چي ټولټاکنې تر سره کيږي. په دي ټاکنوکي د سيريزا او محافظه کار نوی دموکراسي گوند په خپلو کي سره سيالي کوي
د وړاند وینې له مخې له دې دوه ګوندونو به یو ګوند په ډيرو لږو کچه ډیرې رایې تر لاسه کړي او داشونې نه بریښې چې د پارلمان له درې سوه څوکیو څخه به یو ګوند هم اته دیرش سلنه خپلې کړي. یونان له څو کلونو راهیسې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او ددې ستونزو له امله په تیرو شپږو کلونو کې دا پنځم ځل دی چې ټولټاکنې تر سره کیږي. د سیرزا ګوند مشر ننی ټاکنې یوه تول پوښتنه ښودلې ویلي یې دي چې دا ټاکنې به په فساد تورن زور سیستم په هکله پریکړه وکړي. دا ګوند په تیرو ټاکنو کې چې په جنوری میاشت کې تر سره شوې وې بریالی شوی وو خو لومړي وزیر الکسیس سیپراس له دې وروسته چې له اروپایي ټولنې څخه یې د میلیاردونو ډالرو ډالرو د پور په تر لاسه کولو کې بریالی شو پارلمان منحل او تر نږدې راتلونکې یې د ټولټاکنو د تر سره کولو حکم کړی دی. دا ګوند له ریاضتي پلانونو سره مخالف وو خو له دې سره یې د پور ورکونکو له آړونو سره هوکړه وکړه. همدارنګه ددوی مخالف ګوند دوی په بې کفایتۍ تورن کړي ویلي یې دي په تیرو ټاکنو کې ددې ګوند ژمنې پوچې وې.