د اسرایلو له لوري د ماشوم د سوځولو د نه غندې په هکله پر عربستان د حماس نیوکه

النیل شبکې د حماس شبکې د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکلي، دوی غواړي چې د اسرایلو له لوري د یوه فلسطیني ماشوم د سوځولو په تړاو پر دې رژیم د عربستان د نه نیوکې له امله له ریاض سره خپلې اړیکې چې په دې وروستیو کې د ودې په حال کې وې له منځه یوسي. دې شبکې لیکلي د علی الدوابشه چې یو تی خوری ماشوم وو او داسرایلو له لوری سوځول شوی د نړۍ د ټولو مسلمانانو غبرګون یي را پارولی دی خو حماس د عربستان له لوري ددې پیښې نه غندې په تړاو له ریاض څخه سخت خواشیني شوي دي او پریکړه یې کړې چې د عربستان ددې غیر اسلامي پریکړې پر وړاندې له دوی څخه خپلې اړیکې پای ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې داسرایلو دا ځناوري کړنه د ډيریو اسلامي هیوادونو له لوري غندل شوې او حماس ژمنه کړې چې ددې فلسطیني ماشوم د وژنې غچ به له اسرایلو اخلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *